د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې یوازې د کندز، هرات او کابل په ولایتونو کې ۱۳ تنه سوداګر او د هغوی خپلوان د وسلهوالو له خوا تښتول شوي دي.
په تازه او وروستۍ پېښه کې د پنجشنبې ورځې ماسپښین ناپېژانده وسله والو د کابل په قلعه فتح الله کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال محمد عارف زوی وواژه او موټر یې ترې وتښتاوه.
دغه سوداګر وایي پنځه کاله وړاندې، یو بل زوی یې هم برمته شوی وه او د ۵۰۰ زره ډالرو په بدل کې بیا خوشې کړل شو.
هغه زیاته کړه:«پنځه کاله وړاندې یو زوی مې برمته کړ او هغه مهال د ۵۵۰ زره ډالرو په بدل کې د تښتوونکو له منګولو خلاص کړ، خو اوس یې دغه زوی را وواژه؛ نه پوهېږم څه وکړم.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي تښتوونکو هڅه کوله چې د محمد عارف زوی عبدالمتین له ځانه سره بوځي خو پر دې کار چې بریالي نه شول عبدالمتین یې وواژه. دوی زیاتوي چې حکومت د سوداګر د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند په دې اړه څرګنده کړه:«دا څه حال دی، له «شنې او امنې سیمې» څخه چې دلته ډېر امنیت تأمین دی، سوداګر وژل کېږي. دا څه حال دی، یو سوداګر باید ۱۵ ساتونکي ولري، دا څه ډول حکومت دی.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین، په کابل، کندوز او هرات کې د دا شان پېښو پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وایي چې تېره یوه اونۍ کې دغو درو ولایتونو کې د خصوصي برخې د کسانو د تښتونې ۱۳ نه زیاتې پېښې ثبت شوې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې بل مرستیال خانجان الکوزی هم په ډاګه کوي:«زموږ دا خبرې حکومت، ولسمشر، اجرايي رییس باید واوري، کهچېرې زموږ امنیت تأمین نهشي، کولای شو چې د خپلو پانګو له کاږلو سره د هېواد اقتصاد فلج کړو.»
سوداګر خبرداری ورکوي کهچېرې حکومت د دوی د ځان او مال د خوندیتابه لپاره کار و نه کړي خپله پانګه به له هېواده بهر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د یوه رپوټ له مخې افغانستان د پانګونې لپاره بد هېواد بلل شوی او یو لامل یې د پانګوالو د امنیت نه خوندیتوب دی.