فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: برېښنايي تذکرو کې د قومونو د نومونو پر زیاتولو نیوکې
د احصايي او معلوماتو ملي اداره د یو شمیر سیاسي جریانونو نیوکو ته په غبرګون کې وايي که چېرې حکومت په رسمي ډول په برېښنایي پېژندپاڼو کې د قومونو د نومونو شاملولو په تړاو د بیا کتنې امر ور کړي، دوی به دا حکم پلی کړي.
دغه بنسټ زیاتوي چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د شاملولو لپاره د قومونو چمتو شوی نوملړ د قبایلو چارو وزارت له لوري جوړ شوی دی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، نعمت الله کریاب
سیاسي فعال، اصف اشنا