Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د روغتیايي بسترونو د کمښت له امله د عامې روغتیا وزارت اندېښنه

 د روغتیا له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله د عامې روغتیا وزارت سرپرست قنلدر عباد په هېواد کې د روغتیايي بسترونو د کمښت له امله اندېښمن دی.

ښاغلی عباد وايي چې د هېواد روغتیايي سیستم ۴۵ زره فعالو بسترونو ته اړتیا لري؛ خو اوس په ټول هېواد کې یوازې ۱۲ زره بسترونه فعال دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د روغتيايي مرکزونو د پراختيا او د خدمتونو په وړاندې کولو کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
 
قلندر عباد څرګندوي:«دا زموږ اړتیا او ضرورت دی چې په افغانستان کې ۴۵ زره فعال بسترونه که موږ ولرو؛ نو په دې طریقه سره موږ کولای شو چې د افغانستان ټولو ولسونو ته، خدمتونه وړاندې کړو؛ خو له بده مرغه موږ ته چې کوم سیسټم له پخوا را پاتې دی او یا په دا اوس کې چې موږ په کې واقع یو، موږ ۱۲ زره فعال بسترونه لرو.»

ورته مهال ځينې ناروغان هم له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په هېواد کې د ناروغانو د درملنې لپاره معیاري دولتي روغتونونه جوړ کړي.

ناروغ لرونکی سخي محمد وايي:«د عامې روغتیا وزارت پاملرنه غواړو چې په افغانستان کې، د ټولو نارغیو لپاره یوه مجهز روغتون جوړ کړي. افغانستان له ناروغیو ډک دی.»
 
په دې ورځو کې یو شمېر ډاکټران هم د هېواد د روغتیايي سکټور د ارتقا لپاره ځينې غوښتنې لري.

 ډاکټر ویس‌الدین ابراهیمي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ مراکز مجهز شي، چې موږ په تشخصي او لابراتواري برخه کې موږ ځينې وسایل نه‌لرو او د دې لپاره باید کار وشي.»

ډاکټره اسما رهبین هم څرګندوي:«دغه خبرتیاوې باید په اکاډمیکه توګه وي، د بېلګې په توګه له هېواده بهر د ځينو ښوونیزو خپرونو له لارې دوی وکړای شي چې د روغتیا په برخه کې د نویو معلوماتو په هکله خبرتیا پیدا کړي.»

د روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی په افغانستان کې د ټولو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د سیستم د تضمین غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې ۱۸ مېلیونه وګړي د روغتیا په برخه کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانسان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی جمشېد تانولي څرګندوي:«باکیفیته روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه مسئله ده؛ ځکه چې نږدې ۱۸ مېلیونه تنه په بشري روغتیایي مرستو تکیه کوي. له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راتګ د روغتیا کمزوري سیسټمونه نور هم سخت کړي او د انعطاف وړ او ځواب ویونکي روغتیایي سیسټمونو ته اړتیا په ګوته کوي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په ټول هېواد کې ۴۹۰۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي چې، تېر کال شاوخوا ۸۰ مېلیونه کسان د درملنې لپاره دغو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه