د هېواد د رزمي سپورټونو د ملي لوبډلې غړی ولي هوتک له خپل روسي سیال سره د ننه په قفس کې د یوې سیالۍ لپاره تاجیکستان ته په سفر ولاړ.
هوتک د شنبې پر شپه د تاجیکستان په مرکز دوشنبه کې د خپل روسي سیال په وړاندې د رزمي سپورټونو ډګر ته وردانګي.
په دغې سیالۍ کې بریا د ولي هوتک لپاره له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.
ښاغلي هوتک په دې اړه وویل:«ژمنه کوم چې بریا د افغانستان په برخه ده.»
ولي هوتک له ۱۳۸۷هجري لمریز کال راهیسې دننه په قفس سیالیو ته مخه کړې او تراوسه ۹ ځله د دغو سیالیو رینګ ته ننوتلی او ټولې دغه سیالۍ یې ګټلې دي.
هغه د ازادو مبارزاتو په ۱۰ سیالیو کې ګډون کړی چې هېڅ ډول ماته یې تجربه کړې نه ده.