د ازادې مبارزو افغان لوبغاړي، احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه.
هوتک تېره شپه(پنجشنبې د سلواغې په ۲۳مه نېټه) په کابل کې لیونارډو بربوسیا ته په دویم رونډ کې ماتې ورکړه.
هوتک تر دې مخکې اته نورې سیالۍ ګټلې وې او یوه یې بایللې وه خو سیال یې تر دې مخکې ۱۹ سیالۍ ګټلې وې.
احمد ولي هوتک له میاشتو راهیسې دغې سیالۍ ته تمرین کولو چې بلاخره یې دا لوبه "تي جي اف سي" سازمان کې ترسره کړه.
هغه د دغې سیالۍ لپاره له بشپړه چمتووالي خبر ورکړی و.