Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندوز کې یوه ځوان د صرافانو د کار اسانولو لپاره سافټویر جوړ کړی دی

کندوز کې یوه ځوان د یوه سافټ‌ویر په جوړولو سره په کور د ننه او بهر سلګونه صرافانو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دغه ځوان په خبره، د یاد سافټ‌ویر جوړېدو دری کاله وخت نیولی او دا مهال څلور سوه صرافان په کور د ننه او شپږ سوه نور له هېواده د باندې له دې سیستم ګټه اخلي.

عبدالرحمن پوپل چې د بلخ پوهنتون د کمپيوټر ساينس له پوهنځي يې د ليسانس سند ترلاسه کړی، وايي د درېیو کلونو په موده کې د یوه سافټ په جوړېدو توانېدلی دی. د هغه په خبره، ددغه سافټویر په جوړولو سره د صرافانو په کار او فعالیتونو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي او د دوی کاري بهیر له دودیز سیستم په عصري سیستم بدل شوی دی.

په چټک ډول د پیسو لېږد را لېږد، د پیرودونکو د مشخصاتو ثبتول، په ډاډمنه توګه د حساب تصفیه د دغه سافټ‌ویر مهمې کاري ځانګړتیاوې دي.

عبدالرحمن پوپل، طلوع نیوز ته و ویل: «ما د یوه افغان انجینر په توګه د صرافانو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو یو سیسټم جوړ کړی دی. ددې لپاره چې هغو ته د قلم او کتابچې اړتیا نشي، هر وخت کولای شې چې خپلو مشتریانو ته په لنډ وخت کې حساب ورکړي. په یوه ثانیه کې خپله حواله ترسره کړي. که کوم صراف وغواړي موږ کولای شو په سیسټم کې بدلون هم راوړلای شو.»

یو شمېر صرافان او د سافټ‌ویر انجینران چې د خپلو چارو د پر مخ بیولو لپاره له دغه سیستم ګټه اخلي، وایي په کار او فعالیتونو کې یې مثبت بدلون راغلی دی.

یوه صراف داوود مومند و ویل: «د دغه سیسټم مهمه ځانګړتیا دا ده چې روزنامچه لري، جورنال لري، په جورنال کې تاسې کولای شئ هره ورځ خپل عواید و وینئ، کلنی حساب و وینئ چې په یوه کال کې مو څومره ګټه کړې او څومره تاوان کړی دی.»

 د سافټویرونو انجینر، محمد سعید قاضی زاده و ویل: «رښتیا هم ډير د خوښۍ ځای دی چې موږ له فراغت وروسته د خپلې خوښې په څانګه کې پر کار بوخت یو، سره له دې چې ډیری ځوانان مو ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال کیږي. له نېکمرغه دلته په هېواد کې داسې ځوانان شته چې موږ او نورو ځوانانو ته د کار زمینه برابروي»

د دغه سافټ‌ویر جوړونکی وایي، پر دې سربېره یې دوه نور سافټ‌ویرونه هم جوړ کړي، چې یو یې د لغتونو قاموس او بل یې له پېرودونکو سره د خبرو اترو لپاره کارول کېږي او په خبره یې، هڅه کوي چې خلکو ته د کاروبار په برخه کې د اسانتیاو په پار نور سافټ‌ویر هم جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه