Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله خپله وروستۍ لوبه له بحرین سره کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (دوشنبه، غویي ۳مه) د اسیا د فوټسال جام په وروستۍ ګروپي لوبه کې له بحرین سره لوبه وکړي.

د فوټبال فدراسیون د مسوولینو په وینا، د افغانستان او بحرین د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د تایلنډ په کوربتوب د کابل پر وخت مازیګر ۶:۳۰ بجې پیل شي.

د هېواد د فوټسال لوبغاړي وروسته له هغې په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې د بحرین پر وړاندې لوبه کوي، چې دوی په خپلو تېرو لوبو کې د ایران پر وړاندې ۳-۱ لوبه بایللې وه خو له خپل سیال، کویټ سره د ۳-۳ مساوي شوي وو.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په «D» ګروپ کې د ایران، کویټ او بحرین له ملي لوبډلو سره ده او په لومړي ځل یې دغو سیالیو ته لار موندلې ده.

د روان ۲۰۲۴ زیږیز کال د اسیا د فوټسال جام سیالۍ چې د تایلنډ په بنکاک ښار کې د څلورو لوبډلو په څلورو ګروپونو او د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کیږي، له څو ورځو راهیسې، د تایلنډ په کوربتوب پیل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه