د هېواد د بدني ښکلا ملي لوبډله، د څلورم ځل لپاره د سوېلي اسیا اتلولي خپله کړه.
د هېواد ملي لوبغاړي د سوېلي اسیا په دولسم پړاو سیالیو کې چې د نیپال په کوربتوب ترسره شوې دي، شپږ د سرو، دوه د سپينو زرو او درې د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
عبدالسمیع حیدري، صفت الله حفیظي، ګلاجان، احمد احمدي، احمد سکندرزاده او حمیدالله خوشدل د خپلو سیالیو له ماتولو سره وتوانېدل چې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي.
آصف سخي او حیدالله عظیمي هم د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل. په همدې ترتیب، امام علي نبي زاده، قاسم حسیني او سلیم شاه انوري، د برنزو مډالونه خپل کړل.
د هېواد د بدني ښکلا ملي لوبډله، له دې مخکې هم درې ځله د سوېلي اسیا د سیالیو اتلولي خپله کړې وه.