د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ درېیمه اوونۍ د توپان هریرو له خوا د سیمرغ البرز له حذفولو سره مل وه.
دغه حساسه لوبه چې له ۱-۱ سره پای ته ورسېده د سیمرغ البرز لوبغاړي قیس رحیمي په شپږمه دقیقه کې د طوفان هریرود په دروازه ګل وواهه.
خو دې ګول یوازې ۱۳ دقیقې وخت ونیوه چې د توپان هریرو لوبغاړي غلام رضا یعقوبي د مقابلې لوبډلې په دروازه ګول وواهه.
د لوبې لومړی نمایي یو پر یو سره پای ته ورسېده.
په همدې اړه د لوبې دویمه نمايي دواړو لوبډلو ښه پيل کړه خو د لوبې په ۷۰ مه دقیقه کې سیمرغ البرز ته یو پنالټي ورکړل شو خو رمان صادقي و نه توانېد چې ګول ووهي.
د لوبې په دوام سره دواړه ټيمونو د ګول وهولوهڅې وکړي خو پایله ۱-۱ پای ته ورسېده.
د دغو لوبې په دوام سره سبا لومړۍ ډله کې شاهین اسمايي د موجهای امو پروړاندې لوبه کوي او دا لوبه په ژوندۍ بڼه له طلوع او لمر تلویزونو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.