Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د بدني ښکلا او فټنس د انتخابي سیالیو پیل

نن سې‎شنبې کابل د بدني ښکلا او فټنیس ملي لوبډلو د غوراوي څلور ورځنیو سیالیو  د درېیمې ورځې د افغانستان د عضلاتو د ښاغلي د ۱۲ مې دورې تر نامه لاندې سیالیو کوربه وه.

په دغو سیالیو کې د هېواد له ۲۷ ولایتونو څخه ۳۲۱ لوبغاړو ګډون کړی او د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د بدني ښکلا د فډراسیون عمومي منشي عبدالرحمان حمید په دې اړه وویل:«د دغو سیالیو ترسره کول کولای شي د دغې سپورټي څانګې له ودې سره مرسته وکړي او موږ هر کال دغه سیالۍ ترسره کوو.»

له بلخ څخه ګډون کوونکي لوبغاړي څرګنده کړه:«د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ یم ترڅو وکړای شو د افغانستان ملي لوبډلو ته لاره پیدا کړو.»

له کابل څخه ګډون کوونکي لوبغاړي محمد هارون نادري هم وویل:«هیله لرو چې د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه ولرم او د خپل هېواد بیرغ لوړ کړم.»

د هېواد د بدني ښکلا فډراسیون وايي چې د دغو سیالیو په پای کې به د بدني ښکلا ۱۴ غوره لوبغاړي د ا سیا د بدني ښکلا د اتلولۍ په سیالیو کې چې ټاکل شوې ده تر راتلونکې اوونۍ په شمالي کوریا کې ترسره شي د ګډون جواز ترلاسه کړي.

TOLOnews

په دغو سیالیو کې د افغانستان د عضلاتو ښاغلی او همدارنګه د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره  ۱۴ لوبغاړي غوره کېږي.

شریک یي کړئ