Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زومبا سپورټ ته د نجونو لېوالتیا

په داسې حال کې چې افغانستان کې ډېر شمېر ښځې د نامناسب د بدن غړو څخه کړېږي خو اوس په کابل کې یو شمېر نجونې د خپل بدن د غړو تناسب لپاره د زومبا سپورټ کوي.

زومبا د وزن کمولو او د اندامونو تناسب ا خوشالیو سره مل سپورټ دی. خو اوس افغانستان کې دغه سپورټ ډېر مینه‎وال په ځانګړې توګه د ښځو ترمنځ پیدا کړي دي.

د زومبا سپورټ ښوونکې، آتینه محمدي وویل:"دوه میاشتې کېږي چې د زومبا سپورټ په افغانستان کې پیل شوی دی او اوس یې ډېرشمېر مینه‎وال پیدا کړي دي. زه هیله لرم چې دغه سپورټ د هېواد په ټولو برخو کې پیل شي. کله چې یوه کس دغه سپورټ پیل کړی، وروسته له دغه سپورټ سره مینه پیدا کوي او د خپلې کورنۍ درې او یا څلور نور غړي هم هڅوي چې دغه سپورټ وکړي."

په همدې حال کې هغه شمېر نجونې چې دغه سپورټ کوي وایې چې فکرونه یې هم آرامه کېږي.

د زومبا برخې سپورټ‎کوونکې، مژګان احمدي وویل:"کله چې زه د دغه سپورټ سالون ته راغلم ورېدم چې هسې نه څوک دغه سالون ته راشي، خو اوس مې دا ټولې ستونزې هيري کرې کړې او غواړم چې خپل کار ته دوام ورکړم او له ستونزو سره مبارزه وکړم."

د زومبا په سپورټ کې ټول حرکات شمېرل شوي دي چې اغېز او پام یې مستقیمآ پر غړو دی لکه لاسونه، پښې، اوږې، ورونو او د ملا پر تیر وي. ټول حرکات د پښو ادومونه، مټو او آن د خېټې رګونه د زومبا سپورټ تر اغیزې راځي او د وجود پر دغو برخو د غوړو زیاتولي مخه نیسي.

زومبا سپورټ ته د نجونو لېوالتیا

په داسې حال کې چې افغانستان کې ډېر شمېر ښځې د نامناسب د بدن غړو څخه کړېږي خو اوس په کابل کې یو شمې

Thumbnail

په داسې حال کې چې افغانستان کې ډېر شمېر ښځې د نامناسب د بدن غړو څخه کړېږي خو اوس په کابل کې یو شمېر نجونې د خپل بدن د غړو تناسب لپاره د زومبا سپورټ کوي.

زومبا د وزن کمولو او د اندامونو تناسب ا خوشالیو سره مل سپورټ دی. خو اوس افغانستان کې دغه سپورټ ډېر مینه‎وال په ځانګړې توګه د ښځو ترمنځ پیدا کړي دي.

د زومبا سپورټ ښوونکې، آتینه محمدي وویل:"دوه میاشتې کېږي چې د زومبا سپورټ په افغانستان کې پیل شوی دی او اوس یې ډېرشمېر مینه‎وال پیدا کړي دي. زه هیله لرم چې دغه سپورټ د هېواد په ټولو برخو کې پیل شي. کله چې یوه کس دغه سپورټ پیل کړی، وروسته له دغه سپورټ سره مینه پیدا کوي او د خپلې کورنۍ درې او یا څلور نور غړي هم هڅوي چې دغه سپورټ وکړي."

په همدې حال کې هغه شمېر نجونې چې دغه سپورټ کوي وایې چې فکرونه یې هم آرامه کېږي.

د زومبا برخې سپورټ‎کوونکې، مژګان احمدي وویل:"کله چې زه د دغه سپورټ سالون ته راغلم ورېدم چې هسې نه څوک دغه سالون ته راشي، خو اوس مې دا ټولې ستونزې هيري کرې کړې او غواړم چې خپل کار ته دوام ورکړم او له ستونزو سره مبارزه وکړم."

د زومبا په سپورټ کې ټول حرکات شمېرل شوي دي چې اغېز او پام یې مستقیمآ پر غړو دی لکه لاسونه، پښې، اوږې، ورونو او د ملا پر تیر وي. ټول حرکات د پښو ادومونه، مټو او آن د خېټې رګونه د زومبا سپورټ تر اغیزې راځي او د وجود پر دغو برخو د غوړو زیاتولي مخه نیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه