د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ایران د القاعدې ډلې تازه اډه بولي.
هغه تېره ورځ(سې شنبې د مرغومې په ۲۳مه نېټه) ویلي چې د ایران اوسنۍ حالت د افغانستان له هغه وخته ډېر خراب دی چې ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې و او ترې پر امریکا د سپټبر ۱۱مې نېتې بریدونه وشول.
پومپیو د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه تهران کې د عبدالله احمدعبدالله مړینه چې په ابومحمدالمصري مشهور و، تایید کړه.
د تېر زیږدیز کال اګست میاشت کې، په تهران کې د القاعدې ډلې د دوهم کس، ابو محمدالمصري ترور په تړاو راپورونه خپاره شوي وو.
امریکايۍ "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې راپور ورکړی و چې اسرایئلو د امریکا په نیابت ابو محمد المصري وژلی دی.
خو ایران خپله خاوره کې د مصري وژنه رد کړې وه.
د پومپیو له وینا وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف پر ټویټر پاڼې د خپل ادعاوې رد کړې او هغه یې په "دروغو، جعل او غلا" تورن کړ.
ظریف زیاته کړه:«هېڅوک نه دوکه کیږي، ټول ترهګر منځني ختیځ کې د پومپیو د محبوبو هېوادونو وو، هېڅ یو یې له ایران نه و.»
پومپیو وايي، پایله دا چې القاعده د خپلو عملیاتي توکو پیاوړې کولو هڅه کې ده.
د هغه په وینا چې که امریکا د ایران ـ القاعدې محور ته پام ونکړي، نو له ګواښ سره د امریکایانو د مخامخ کېدو لامل شي.