Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر په درېیمه ورځ د غزې پر تړانګې د اسرایل د بریدونو دوام

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر تړانګې د اسرایلو په بریدونو کې لږ ترلږه ۶۳ فلسطینیان وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

د غزې د تړانګې اوسېدونکې ام نضال ابو عمیره وايي:«زموږ ماشومان ځورېږي. هغوی تل وايي چې موږ اختر غواړو. زوی مې وايي چې پلار مې چېرته دی؟ ما مې پلار نه‌دی لیدلی. ورپسې خفه شوی یم. هغه ته مې وویل چې پلار دې شهید شوی. هغه په جنت کې دی. خدایا بس ده، جګړه بس ده. کور مې تباه شو.»

د غزې د تړانګې بل اوسېدونکی ابومحمود ابوبطحان وویل:«په خپله او واړه ماشومان یې، له لمر پرېوتو وروسته نهه بجې کورته راغلل او له ګواښ پرته یې هغه په توغندي وویشت او د خپلو زامنو، لوڼو سره یې شهیدان شول.»

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د تړانګې اوسېدونکي له لوږې او د خوراکي توکو له شدید کموالي سره مخ دي، اوس اوس د رفح بندر له لارې د بشري مرستو د لېږد موټر غزې ته دننه شوي دي.

ورته‌مهال فرانسې له اردن سره په همغږۍ د هوا له لارې د غزې د تړانګې اوسېدونکو ته مرستندویه او خوراکي کڅوړې اچولي دي.

له دې سره هم‌مهاله د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه، د اسرایل د هوايي بریدونو په پایله کې د خپلې کورنۍ د اوو غړو له وژل کېدو وروسته ویلي چې، هغوی له اسرایل سره د اوربند د هوکړې په لټه کې دي؛ خو اسرایل لاهم په دغې برخه کې ناغېړي کوي.

د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه وویل:«موږ د تعامل په لټه کې یو؛ خو تر اوسه اسرایلي دښمن پلمې لټوي او زموږ پوښتنو ته په ځواب ویلو کې ناغېړي کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسرایل ترمنځ د جګړې له پېله تراوسه ۳۳ زره او ۵۴۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۶ زره او ۹۴ نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه