د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي هند په افغانستان کې مشروع امنیتي ګټې لري او باید په افغانستان کې د دغه هېواد ونډه پراخه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ سرپرسته الیس ولز چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو په کمېټې کې، د جنوبي او مرکزي اسیا په اړه د دغې کمېټې غړو د پوښتنو په ځواک کې وویل:« هغسې چې پاکستان، په افغانستان کې رښتینې او مشروع امنیتي موخې لري، هند یې هم لري. موږ غواړو، په افغانستان کې د ټیکاو لپاره د هند کارنده اقتصادي پانکونه ووینو او موږ دا کار ستایو »
د امریکا د استازو جرګې هندي الاصله امریکایی غړی، افغانستان کې د هند د رول او افغانستان کې د پاکستان د سیاست پېچلتیا په اړه پوښتنه کوي.
ښاغلي امي برا خپله پوښتنه داسې مطرحه کوي:« دې ته په پام چې پاکستان د هغو ډلو کوربه دی، چې افغانستان کې بې ثباتۍ ته لمن وهني او دغه راز څومره چې په افغانستان کې د هند رول پراخېږي، پاکستان په هماغه کچه اندېښمنېږي، تاسې څرنګه غواړي چې افغانستان ټیکاو وي؟.»
په دې منځ کې د استازو جرګې یو ډموکرات غړی، په سوېلي اسیا کې د امریکا د سیاست پر بدلون شکمن دی.
برډ شرمن په دې اړه وویل:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله، افغان حکومت نه ده منلې، موږ باید له افغانستان سره مرستې مشروط کړو، د دې لپاره چې دا پوله وپېژني. تر هغو چې افغانستان دا پوله ونه مني، ګرانه به وي چې پاکستان، پر طالبانو کنټرول ته اړ کړو.»
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې مهال، د سوېلي اسیا لپاره نوې تګلاره اعلان کړه، چې افغانستان کې یې د هند د رول زیاتوالي او پاکستان کې یې د ترهګرو د پټنځایونو پر له منځه وړو ټینګار کړی.