Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد هوايي ځواک پیلوټ خاورو ته وسپارل شو

د هېواد د هوايي ځواکونو د پیلوټ، مسعود احمد اتل مړی کندهار کې خاورو ته وسپارل شو.

هغه چهارشنبه(د مرغومې په ۱۰مه نېټه) یوه وسله وال برید کې ژوند بایلود.

مسعود احمد اتل د هېواد د هوایي ځواکونو په پوهنتون او تر هغې وروسته د جګ جمهوریت او دغه راز امریکا متحده ایالتونو کې زده کړې کړې وې او د کندهار د هوایي لوا د اوپراسیونونو د کنډک پېلوټ و.

د اتل د ماما زوی، ذبیح الله وايي:«هغه له هېواده بهر زده کړه کړې وه، پر هغې ډېر لګښت شوی و چې پيلوټ شو، خو په اسانۍ له لاسه ولاړ. حکومت نشول کولی چې ورته یو ساتونکی ورکړي؟»

ښاغلی اتل څه باندې پنځوس ساعته الوتنه کړې وه او ټاکل شوې تر څو نورو ورځو پورې شپنۍ الوتنې هم پېل کړي، خو کله چې د چهارشنبې په رورځ له خپل موټر سره بازار ته لاړ د کندهار په څلورمه حوزه کې د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.

د مسعوداحمد اتل ملګری، بسم الله څرګندوي:«د دولت دنده دا ده چې له دغه ډول کدرونو ساتنه وکړي، په ځانګړې توګه اوسنیو شرایطو کې چې مقابل لوری خوښ دی او د انتقام هوا یې سر کې ده.»

د هوایي ځواکونو پخوانی قوماندان، عتیق الله امرخیل څرګندوي:«هم د انساني، هم د پوځي ځواک او هم د اقتصادي پلوه دا ډول ګوزارونه مهلک د ي.»

مسعود اتل د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وې او نهه ویشت کلن و.

په تېرو څو کلونو کې ډیری پېلوټانو په امریکا متحده ایالتونو؛ چک جمهوریت او اماراتو کې نظامي زده کړې کولې، خو اوسمهال په امریکا متحده ایالتونو کې د هوایي ځواکونو د روزنې یو پروګرام پای ته رسیدلی دی.

د شمېرو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې په هېواد کې نږدې دېرش پوځیان د هدفي وژنو په پایله کې وژل شوي دي. په دې وروستیو کې ملي امنیت په تېر یوه کال کې  په هېواد کې د هدفي وژنو په تړاو د شاوخوا اویا تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
 
دفاع وزارت وايي ټاکل شوې وه اتل څو ورځو کې د شپنیو الوتنو کې خپلې زده کړې پایته ورسوي

شریک یي کړئ