د لرغون پېژندنې ریاست وايي چې هېواد کې څه باندې ۴۰۰۰ لرغوني ځایونه پېژندل شوي؛ خو نږدې ۲۲۰۰ ځایونه له ټولو جزییاتو سره د دغه بنسټ اطلاعاتي بانک کې ثبت دي.
که څه هم هېواد کې له سلو کلونو راهیسې په مسکلي توګه د لرغون پېژندنې لپاره څپړنې کېږي؛ خو په همدې موده کې یوازې څه باندې ۱۰۰ ځایونه څپړل شوي دي.
سروې کوونکی حسین علي حیدري په دې هکله وايي:«سمڅې موږ هېڅکله د سټلایټ د انځورونو له مخې نه شو لیدای. له موږ سره ثبت دي، خو یوازې د هغه کره موقعیت او معلومات له موږ سره نشته.»
دمګړۍ په اوو ولایتونو کې د لسو لرغونو ځایونو کېندنې روانې دي. په ۱۳۰۱ هجري - لمریز کال کې د شاه امان الله خان په دوره کې د افغانستان او فرانسې تر منځ یو سند لاسلیک شو چې د دغه سند له لاسلیکېدو سره هم مهاله په حرفه يي توګه د لرغونو ځایونو د کېندنې بهیر پیل شوی دی.
دغه سند ۱۳ څپرکي او ۳۰ کاله اعتبار لري. دغه سند د فرانسې لسو لرغون پېژندونکو ته د دې اجازه ورکړې چې افغانستان ته راشي او د یاد سند په اووم څپرکي کې راغلي چې، له نفیسو شیانو پرته نور هر هغه لرغوني څيزونه چې ترلاسه کېږي نیمايي یې افغانستان او نیمايي فرانسې ته ورکول کېږي.
د لرغون پېژندنې ریاست د کیندنو امر خیرمحمد خیرزاده په دې هکله وايي:«په هغه وخت کې د لرغون پېژندنې په علم کې ظرفیتونه کوم و او دومره ظرفیت نه و، همدا د دې لامل شو چې امتیازونه د فرانسې د وخت حکومت ته ورکړي.»
دغه سند په هېواد کې د ۶۰ کلونو لپاره عملي شو او اوس حکومت پر دې نه پوهېږي چې، په هغو شپیتو کلونو کې څومره لرغوني توکي ترلاسه او څومره یې فرانسې وړي دي. ځکه د یادې موضوع په اړه ټول اسناد د کورنیو جګړو پر مهال له منځه تللي او یا هم ورک شوي دي.
له شاوخوا سلو کلونو راهیسې په بېلابېلو کیندونو کې د نورو توکو له ترلاسه کولو سربېره څه باندې ۱۰ زره د سرو او سپینو زرو سکې هم ترلاسه شوې دي.
په دې اړه مو اندونه