د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي نادر سعیدي نن (یکشنبه د غبرګولي په ۱۶مه) ویلي، چې طالبانو د قیصار ولسوالۍ پر امنیهقوماندانۍ بریدونه کړي.
د سعیدي په وینا، د قیصار ولسوالۍ د امنیهقوماندان سیفالرحمان دهزاد په ګډون ۱۴ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي.
سعیدي زیاته کړې، چې طالبانو دا بریدونه بېګاه کړي او ۳۷ تنه دولتي سرتېري یې کلابند کړي.
د فاریاب د ولایتي شورا دا غړی وایي، طالبانو د قیصار ولسوالي کلابنده کړې او که مرسته و نه رسېږي، نو کلابند سرتېري به هم د طالبانو لاس ته ورشي.
د فاریاب چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.