د پخواني حکومت یو شمېر افسران چې په هند کې په بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو کې روزل شوي، وايي، په دې هېواد کې له بد اقتصادي او رواني وضعیت سره مخامخ دي.
د پخواني حکومت پوځ افسران چې شمېر یې تر ۱۸۰ ډېر و، پرون په یوه اعتراضیه غونډه کې د دوی د وضعیت د حل غوښتنه وکړه.
دغه افسران چې د هند د بهرنیو چارو وزارت مخې ته راټول شوي وو، د خپلې بېبرخلیکۍ په اړه یې شکایت وکړ او ویې ویل چې د هند حکومت له دوی سره کړې ژمنې نهدي بشپړې کړي.
یوه اعتراض کوونکي وویل: «موږ د ملي اردو افسران چې د هند له بېلابېلو اکاډمیو او کورسونو فارغ شوي یوو، له څلورو میاشتو را پهدې خوا په ناوړه اقتصادي او رواني حالت کې یوو هېڅ اداره نهشته چې زموږ غږ واوري. د کوربه هېواد په توګه د هند حکومت د زدهکړو پر مهال له موږ سره ډېرې ژمنې کړې وې، خو یوه یې هم نهده بشپړه کړې.»
بل لاريون کوونکي وويل: «د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته موږ ته ويل شوي وو چې د هند حکومت به له تاسو سره مرسته وکړي. څلور میاشتې کېږي چې موږ ډهلي ته راغلي یو او دلته اوسېږو، خو تر اوسه مو د هند له حکومته څه نهدي اورېدلي. په تېرو څلورو میاشتو کې د هند حکومت موږ په بشپړه توګه هېر کړې یوو.»
تازه فارغ شوي افسران وايي، له څلورو میاشتو راهیسې په ډهلي کې له اکاډمۍ او روزنیزو کورسونو فارغ شوي، خو تر اوسه د هند حکومت د دوی د برخلیک په اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته ډېری هغه افسران او پوځيان چې بهرنیو هېوادونو ته د زدهکړو لپاره استول شوي وو، له بېبرخلیکۍ سره مخامخ دي.
په دې اړه مو اندونه