د افغانستان لپاره د روسیې د سفیر مرستیال وایي روسیه په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره د دوستانه اړیکو غوښتونکې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې په افغانستان کې د وروستیو پیښو له زیانمنو شویو سره له ۲۳ ټنه زیاتو توکو مرسته وکړه.
په کابل کې د روسیې د سفارت مرستیال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ته د دغو مرستو د سپارلو پر مهال وویل، روسیه له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د سفیر مرستیال آنتون لاوروف وویل:«د روسیې له پېښو سره د مبارزې وزارت دغه مرستې د هغو کسانو لپاره دي چې د وروستۍ زلزلې او سېلابونو له امله ټپيان شوي او یا بې سرپناه شوي دي، هیله لرو چې د بشري مرستو په برخه کې د روسیې او افغانستان همکارۍ دوام پیدا کړي او روسیه غواړي چې له افغان حکومت سره دوستانه اړیکې ولري او دغو اړیکو ته وده ورکړي، او په سیاسي او هم په اقتصادي برخه کې.»
له دې سره سم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، دغه مرستې به زیانمنو ته ورسول شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال غلام غوث ناصري څرګندوي:«دا مرستې مشخصې یوه یا دوه ولایتونو ته نه دي. د زلزلې او سېلاب ځپلو لپاره دي او موږ هغو ولایتونو ته چې د سېلاب له امله زیانمن شوي دي یوه ځانګړی پروګرام لرو او زموږ د مرستې رسونې بهیر هم دوام لري او څو ولایتونو ته مرستې هم رسېدلي دي او ان شاالله پاتې نورو ولایتونو ته به هم مرستې رسوو.»
تر دې مخکې، د روسیې دفاع وزارت د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره هم ۱۶ ټُنه مرستې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه