Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مزارشریف ښار کې د چرګانو لپاره یوه خصوصي مسلخ خونه جوړه شوه

د بلخ ولایت په مزارشریف کې د چرګانو یوه خصوصي مسلخ خونه پرانېستل شوه چې یو مېلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د دې مسلخ مسوولان وایي، له دې کاره یې موخه د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی او په معیاري توګه د چرګانو حلالول دي.

د چرګانو د مسلخ مسوول عزیز احمد نصیري وايي: «موږ دلته شاوخوا یو مېلیون ډالره پانګونه کړې، ځکه چې زموږ ښار پاک پاتې شي، موږ دلته د نوي ټنه غوښې د حلالولو ظرفیت لري.»

ورته مهال، د بلخ سیمه‌ییز مسوولان، د چرګانو د دغه مسلخ جوړېدل د بلخ مېشتو روغتیایي وضعیت ښه والي کې مهم بولي او له نورو سوداګرو هم غواړي چې په‌دې برخه کې پانګونه وکړي.

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شمس الدین خالد وايي: «دا د چاپېریال ساتنې او خلکو روغتیا لپاره ډېر مهم دی.»

د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم عابد زیاتوي: «موږ په بشپړ ډول له سوداګرو ملاتړ کووو او ښاروالۍ ورسره همکاره ده.»

د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي هم هیله‌من دي چې د دغه مسلخ د فعالیت پېلېدو سره به د ښار په بېلابېلو څنډو کې په نامعیاري او نامناسبه توګه د چرګانو د حلالولو مخنیوی وشي.

د مزارشریف اوسېدونکی خان محمد وايي: «په ښار کې چې کومې مسلخ خونې وې، معیارې نه‌وې او خلک ترې هم راشي نه و.»

د مزارشریف اوسېدونکی محمد نسیم زیاتوي: «موږ وینو چې په ښار کې یې حلالوي او معیاري نه‌دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په مزارشریف کې د څاروېو یو عمومي مسلخ ګټې اخیستې ته سپارل شوی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه