اسلامي امارت د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د کلني راپور د موندنو په غبرګون کې وايي، د نړۍ د ناامنو هېوادونو د نوملړ په سر کې د افغانستان ځای پر ځای کول، عادلانه نهدي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي چې په هېواد کې ترهګریزې پېښې د تېرو کلونو پر تله ۹۹ سلنه راټیټې شوې دي او پهدې اړه د دې انسټېټیوټ موندنې ناسمې بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «د تلفاتو شمېرې یې هم لوړې یادې کړي، اوس هم څلور زره ملکي تلفات یادوي، دغه شمېرې ناسمې دي. البته پهدې موده کې زر کسان تلفات وي، په تېرو څو کلونو یا تېر یو کال کې د داعش بریدونه ډېر و، خو هغه هم کابو شوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ، پهخپل کلني راپور کې، افغانستان د اتم ځل لپاره په ۱۶۳ هېوادونو کې د نړۍ د تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړی دی.
د دې بنسټ څېړنو دا هم ښودلې چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې، د ترهګریزو پېښو کچه ۷۵ سلنه او له امله یې اوښتي تلفات ۵۸ سلنې ته راټیټ شوي، خو بیا هم په نړۍ کې هغه هېواد دی چې کمه سوله لري.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «دمګړۍ په افغانستان ناامني شته، خو په ټولیز ډول افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد نهدی، باید د امنیت او خوندیتوب تر منځ توپیر ته غاړه کېږدو.»
د دغه راپور په یوې برخه کې د افغانستان امنیتي وضعیت د اسلامي امارت او داعش خراسان څانګې تر منځ د نښتو له امله ناڅرګنده ګڼل شوی دی. د یاد بنسټ په باور په ټول افغانستان کې اوس هم تاوتریخوالی دوام لري.
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «بېلابېلې ترهګرې ډلې کولای شي چې د خلکو له بېوزلۍ او ناخوالو ناوړه ګټه واخلي او د زبرځواکونو او پیاوړو استخباراتو نیابتي جګړې یو ځل بیا زموږ خاورې ته راوړي او افغانستان ناامنه کړي.»
خو پوښتنه دا ده چې هېوادوال له اوسني امنیتي وضعیت راضي دي؟
د کابل اوسېدونکی سید نعمتالله وايي: «الحمدلله اوس امنیت ډېر ټینګ دی، موږ له اسلامي امارته ډېر خوښ یوو.»
د روزګان اوسېدونکی محمد نسیم وايي: «دا دوه کاله کېږي چې د افغانستان په کچه امنیت ډېر ښه دی.»
د دې بنسټ د راپور پر بنسټ، په روان کال کې، افغانستان، لیبیا او عاج سواحل د هغو ۵ هېوادونو په نوملړ کې راغلي چې د سولې په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.
دې اسټراليايي بنسټ، د افغانستان او نورو هېوادونو د سولې او امنیت وضعیت ارزونه د ترهګرۍ، کورنیو او نړۍوالو شخړو، کډوالۍ، له تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو، د وسلې قاچاق او سیاسي بېثباتۍ پر بنسټ کړې ده.
په دې اړه مو اندونه