Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ: د تېر کال په لړ کې ۶۶ کیلومټره سړک کار بشپړ شوی

کابل ښاروالۍ «ملت ته د دولت حساب ورکړې پروګرام» کې وايي چې د تېر کال په لړ کې په کابل ښار کې ۶۶ کیلومټره سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني وايي چې په تېر یوه کال کې دغه بنسټ څه باندې څلور مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دغه ریاست چارواکي همدارنګه په ډاګه کوي چې د تېر یوه کال په لړ کې یې کابو ۲۰۰ زره تاریخ تېره او کم‌کیفیته خوراکي توکي هم له منځه وړي دي. 

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني څرګندوي:«کابل ښاروالۍ په تېر کال کې ۲۵ پروژې تطبیق کړي، چې پر مټ يې ۶۶ کیلومټره سړک او کوڅې پخې شوې دي.»

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه له زورواکو او غاصبینو ۱۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«کابل ښاروالۍ ۱۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکې له غصباصبینو راګرځولې دي او دا ځمکې د بېلابېلو کسانو لخوا غصب شوې وي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولان همداراز ټینګار کوي، چې سږ کال د یو مېلیون نیالګیو اېښودل، د اوبو د لېږد لپاره د ۱۱ نویو کانالونو جوړول او د غیر پلان شویو سیمو پلانول به د دغه ریاست د راتلونکو پلانونو یوه برخه وي.

د کابل ښاروالۍ مسوولانو په خبره، په کابل ښار کې ۷۵ سلنه کورونه او لوړې ودانۍ په غیر پلاني ډول جوړې شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمد قاسم افغان وویل:«د ټولو سړکونو اندازه چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په پلان کې نیول شوې، ۴۰۴ اعشاریه ۳۴۹ کیلومتره سړکونه کېږي.»

د کابل ښاروالۍ د اطلاعاتو پر بنسټ، دا مهال په پلازمېنه کې ۱۵۰ پروژې تر کار لاندې دي، چې ۱۲۵ ودانیزې او ۲۵ غیر ودانیزې پروژې په کې شاملې دي او دغه ریاست د خپلې بودیجې ډېره برخه د سړک جوړولو سکټور ته ځانګړې کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه