Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح‌الله مجاهد: د اسلامي همکاریو سازمان د استازو له مشورو استفاده کوو

اسلامي امارت وايي چې د اسلامي همکاریو سازمان له لیدلورو او وړاندیزونو څخه به د افغانستان د اسلامي نظام د پرمختګ لپاره کار واخیستل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د استازو په کتنو کې د افغانستان پر مهمو مسئلو خبرې شوې دي او زیاتوي چې د دغه سازمان استازو ته ډاډ ورکړل شوی دی، چې د دغه پلاوي له نظریاتو او وړاندیزونو به د اسلامي نظام د تطبیق په برخه کې ګټه واخیستل شي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ډاډ ورته ورکړل شو چې موږ د هېواد ټولې چارې د اسلامي اصولو پر بنسټ مخته بیایوو او د هغوی له مشورو او نظریاتو څخه به استفاده وکړو.»

بل پلو، د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت سلاکار وزیر د افغانسان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دواړو لورو د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د دوه اړخیز تعامل، همغږۍ او همکارۍ پر پياوړتیا ټينګار کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی شاکرحیات په دې هکله وايي:«د سیمې په کچه واکمنه فضا تر دې بریده کړکېچنه ده چې په اوسني وضعیت کې د یوه یا دوه هېوادونو هڅې نه له کورنۍ پلوه او نه هم بهرنۍ پلوه ګټورې پرېوځي.»

خو افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د استازو د راتګ او د اسلامي امارت له چارواکو سره د هغوی د کتنو اصلي موخه څه ده؟

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري څرګندوي:«افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي سفر دا څرګندوي چې د اسلام په نړۍ کې د طالبانو ځينو پالسیو جدي اندېښې رامنځته کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ویاند په کندهار کې د دغه ولایت له والي سره د قطري استازو د کتنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دواړو لورو د روغتیا او پوهنې په برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه