Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنټاګون په ۲۰۲۱ کال کې د کابل پر هوايي ډګر برید بیاځلې څېړي

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) له هغو امریکایي سرتېرو سره د مرکې امر کړی دی، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ میاشتې د برید پرمهال یې په سیمه کې حضور درلود.

اسوشېټډ پرس خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه امر د دې پېښې د مخنیوي د احتمال په تړاو د یوه امریکایي سرتېري له ادعا وروسته صادر شوی دی. 

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور یوې برخه کې راغلي:«ټېلر ورګاس-انډریوس وویل چې هغه او نورو دوه کسان لیدلي چې له توضیحاتو سره یې مطابقت درلود او شکمن چلند یې کاوه او د دوی تر څار لاندې وو؛ خو هېڅکله یې په دې تړاو چې ایا اقدام ترسره کړي او کنه، ځواب ترلاسه نه‌کړ.»

دغه امر په داسې حال کې صادرېږي، چې څه موده وړاندې په۲۰۲۱ زیږدیز کال کې  د امریکا د مرکزي قوماندانۍ څېړنو ښودله چې د هېواد د پرېښودو لپاره د افغانانو د ګڼې ګوڼې له امله د دغه برید مخنیوی شونی نه و. بل پلو د سیاسي او نظامي چارو ځیني شنوونکي د دغه راز پېښو څېړنه مهمه ګڼي.
          
د سیاسي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس وايي:«له پېښې دوه کاله حتا له هغې ډېر وخت تېر شوی، اسناد او شواهد له منځه تللي، څېړنه زیان نه‌لري ټولې هغه پېښې چې په افغانستان کې شوي هغو ته رسېدنه له زیانه تشې دي.»
               
د سیاسي چارو بل شنونکی اسد الله ندیم هم څرګندوي:«له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو مسئله یې د جوبایډن لپاره په یوه سرخوږي بدل کړې چې د جوبایډن په وړاندې نور حقایق هم پيدا شي، دا ډول پېښې په افغانستان کې یوه نه بلکې په زرګونو پېښې وې او هېڅکله ونه‌څېړل شوې.»     

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر دروازې ته څېرمه چاودنه کې ۱۳ امریکایان او تر ۱۷۰ زیات افغانان ووژل شول. د دغې پېښې مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه