Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ: د ۳۰۰ استملاک شویو ځمکو څښتنانو ته پیسې ورکړ شوي دي

د کابل ښاروالۍ په یوه خبري کنفرانس کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شو، د هغو کورونو خاوندانو ته د حقوقو د ورکړې خبره کوي چې ځمکې یې استملاک شوي دي.

د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وايي، په تېرو دوو کلونو کې د مخکني حکومت له لوري د استملاک شویو ځایونو په ګډون، اسلامي امارت د ۳۲۸ ځایونو استملاکي پیسې ورکړي دي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال مرستیال، محمد خالد سجستاني، و ویل: « د اسلامي امارت له فتحې وروسته تر اوسه پورې درې سوه او اته ویشت ځایونه استملاک شوي دي، او ارزښت یې دوسوه او څلورڅلوېښت میلیونه افغانۍ کیږي، چې د دغو ځایونو خاوندانو ته ورکړل شوي دي.»

د ښاروالۍ د استملاک رییس بیا د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د کورونو د استملاک د بهیر د پېل خبر ورکړی او زیاتو چې هغو کسانو ته یې د تاوان د ورکړې بهیر هم پیل کړی چې د ملکیت او هویت د تثبیت اسناد یې بشپړ شوي دي.

محمد حنیف متین، دغه راز ویلي، هغه کورونه چې د خاوندانو د ملکیت او هویت اسناد یې تثبیت شوي نه وي، هغوی ته د تاوان د ورکړې لړۍ وخت نیسي.

د کابل ښاروالۍ د استملاک رییس، محمد حنیف متین په دې اړه و ویل: « د هغه چا ځایونه چې استملاک کیږي او  ځایونه یې شخصي شتمنۍ وي نو تثبیت ته اړتیا لري او د شتمنۍ تثبیت د قانون له مخې د ځمکو ادارې دنده ده او دغه ادراه باید د ځمکو د تشخیص او تثبیت لپاره ګامونه پورته کړي.»

ورته مهال، د کابل ښاروالۍ استازي ویلي، چې د تېرو او راتلونکو پروژو د استملاکي حقونو تاوان به د ښاروالۍ له خپلو کورنیو عوایدو ورکړل شي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي، و ویل: « ټوله بودیجه د کابل ښاروالۍ له کورنیو عوایدو ده، او کابل ښاروالۍ عایداتي سرچینې لري، یو خبره د صفایۍ ده، چې تاسو ټول پوهیږی او ځینې ځایونه او جایدادونه د کابل ښاروالۍ دي چې په هیڅ ډول او هیڅ واسطې به چاته ورنه کړ شي او د یوې رسمي تګلارې پر بنسټ به پرې کار وشي.»

د کابل ښاروالۍ همدغه راز، په نږدې راتلونکي کې په کابل ښار کې د شپږو ټولګټو پروژو د پېل خبره هم وکړه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه