Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د سړک‌جوړونې ۶ پروژې پیلیږي

کابل ښاروالۍ وایي په کابل ښار کې ورته د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې شپږ لویې پروژې یې تصویب شوي دي.

دا پروژې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمېسیون په غونډه کې تصویب شوي دي.

په دغو پروژو کې، « د ۳۱۷۶ مترو په اوږدوالي سره له ګل باغه تر دارالامان ماڼۍ پورې سړک، د ۱۸۹۰ مترو په اوږدوالي سره د هنګرها له څلور لارې ترقصبې سړک، د ۳۲۲۶ مترو په اوږدوالي سره له میرویس میدانه تر دهمزنګه سړک، د ۱۳۲۵ مترو په اوږدوالي سره د ملالۍ له څلور لارې تر حلقوي لارې سړک، د ۲۵۲۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره د خیرخانې د سړک دویېمه برخه، د قلعه زمان خان له شپیته مټره سړکه د کابل جلال اباد تر لویې لارې د یوه پله په ګډون د قلعه شانان سړک چې ۲۱۰۳ متره کیږي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغو پروژو چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي و ویل: «زموږ شپږ پروژې تصویب شوي دي چې ارزښت یې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسیږي او سړک اوږدوالی پکې ۱۴ کیلومتره دی چې کابل ښار کې به په پاخه ډول جوړیږي. دا هغه سړکونه دي چې نه یوازې به ټرافیکي ستونزې حل کړي بلکې د کابل ښار له پراختیایي او اقتصادي پلان سره به هم لویه مرسته وکړي.»

بلخوا، د اقتصاد وزارت ویاند وایي، چې د دغو پروژو پېلېدل په هېواد کې د کارموندنې په برخه کې ګټور دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوع نیوز ته و ویل: «د دغو پروژو له پلي کېدو سره به په هېواد کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بېلابېلو سکټورونو کې به د خدمتونو غوره والي کولو سره هم مرسته وکړي.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي سره له دې چې د سړک جوړونې پروژې ستایي، خو د ویجاړو شویو سړکونو د جوړېدو غوښتنه هم کوي.

د کابل اوسېدونکي محمد ذبیح و ویل: «له ښاروالۍ او نورو مسوولو کسانو څخه زموږ غوښتنه دا د چې هغه سړکونه او لارې په خپلو پلانونو کې شاملې کړي چې خلک یې له امله له ستونزو سره مخ دي.»

د کابل اوسېدونکی نظام الدین په دې اړه وایي: «هغه سړکونه چې جوړوي باید ډېر پام پکې وشي او هڅه وشي چې له باکیفیته موادو پکې کار واخیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه تر ډېره پر سړک جوړونې راټول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه