Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو همکاریو د رامنځته کولو لپاره د ایران هڅې

په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان د مسئلې د حل په اړه «د سیمه‌ییز تماس ډلې» له جوړولو خبر ورکوي.

ښاغلي قمي پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې له پاکستاني چارواکو سره خپلې کتنې ګټورې بولي او زیاتوي، چې په دغو کتنو کې يې له کابل سره د تعامل په برخه کې پر سيمه‌ييزو همکاریو ټينکار کړی دی.

حسن کاظمي قمي دغه رازله یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې «د سیمه‌ییز تماس ډلې» استازي باید له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکارۍ یوه ټولګه تعریف او هغه تعقیب کړي.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست وايي:«باید له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره په یوې غونډه کې وکړای شي چې له افغانستان سره د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ښه‌والي لپاره خپلې همکارۍ تعقیب کړي.»

د ملي پرمختیا د بهیر مشر امید صافی هم وايي:«پاکستان د هېچا په خیر نه‌دی او د افغانستان لپاره د ایران سفیر چې پاکستان ته یې سفر کړی، فکر نه کوم چې مثبته اغېزه دې ولري.»

حسن کاظمي قمي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ادعا کوي چې د افغانستان بې ثباتي او ناامني د امریکا متحدو ایالتونو له لومړیتوبونو ده.

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست دغه راز ادعا کوي، چې د داعش خراسان ډله د امریکا د سټراټېژۍ یوه برخه ده او د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

حسن کاظمی قمي څرګندوي:«امریکایان هم د بې‌ثباتۍ سیاست تعقیبوي. د ترهګرۍ ښکارنده، د ترهګرۍ پراختیا، له هغې ډلې د داعش د خراسان څانګې پراختیا، د هغو تګلارو برخه ده چې امریکایان یې د دغه هېواد د بې‌ثباته کولو په برخه کې یې ملاتړ کوي.»

دغه ایرانی ډیپلوماټ دغه راز ادعا کوی چې که بې وزلي زیاته شی او په افغانستان کې وضعیت کړکیچن شي، نو د نشه يې توکو کرکېله او د ترهګرو ډلو جلب او جذب به هم زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه