Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا د لګښت د ۱۸۰ مېلیون افغانیو د پورونو راټولول

د برېښنا شرکت وايي چې، د تېرو دوو کلونو په لړ کې یې له ځينو سیاسي څېرو او زورواکو نږدې ۱۸۰ مېلیون افغانۍ پورونه راټول کړي دي.

د دغه شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي که څه هم د هغه چا نوم نه اخلي چې خپل پورونه یې نه‌دي پرې کړي؛ خو د دغو پوروړو د پورونو د راټولولو ډاډ ورکوي او زیاتوي چې تراوسه دغه شرکت اړ شوی نه‌دی چې د کوم پوروړي جایداد وپلوري.

ښاغلی میوندي زیاتوي:«موږ تراوسه د برېښنا شرکت ۱۸۰ مېلیونه پورونه راټول کړي دي او دغه بهیر لاهم دوان لري او تراوسه بشپړه شوې نه‌ده.»

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي، د برېښنا شرکت له دغه اقدامه هرکلی کوي او زیاتوي چې له پوروړو سره باید جدي چلند وشي.

د کابل اوسېدونکی الهام وايي:«جدي چلند دې ولري؛ ځکه دوی یوازې دا نه چې د پیسو پوروړي دي؛ بلکې هغوی دغه ملت او دغو خلکو ته ډېر پوروړي دي چې د عمر په اوږدو کې به یې هم پرې نه‌شي کړای.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد نور هم څرګندوي:«یوه ښه پرېکړه ده. اسلامي امارت پرېکړه کړې چې د دوی جایدادونه وپلوري او له دې لارې د برېښنا ستونزې کمېږي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې په رڼه توګه د پورونو راټولول به له نورو هېوادونو د برېښنا د وارداتو په زیاتوالي کې هم ګټور تمام شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالبصیر ترکی وايي:«که‌چېرې ټولې پیسې ترلاسه کړي او دغه بهیر روڼ وي واقعاً چې موږ کولای شو چې په هېواد کې بادي سیسټم فعال کړو.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی احمد سیر قریشي هم بیانوي:«په رڼه توګه راټول کولای شي چې د برېښنا د پرېکېدو مخنیوی وکړي.»

د برېښنا شرکت له لوري د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د برېښنا د واردونکو هېوادونو ۶۲۰ مېلیون ډالر پور چې له تېر حکومته پاتې و، هم پرې شوی دی.  
 
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې په رڼه توګه د پورونو راټولول به له نورو هېوادونو د برېښنا د وارداتو په زیاتوالي کې هم ګټور تمام شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه