Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاپي پروژې د پېل لړۍ پر چټکتیا د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د پېل لړۍ پر چټکتیا خبرې کړې دي. 

د یاد وزارت ویاند وایي چې په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښکېلو هېوادونو لپاره د ټاپي پروژې پلي کېدل ګټور ګڼلي او په دغه برخه کې یې د اسلامي امارت له همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ټاپي پروژه سوېلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد لپاره تر ټولو لویه پروژه ده، که څه هم اسلامي امارت یې په ځلونو د عملي کار د پېل خبره کړې؛ خو تر اوسه یې عملي کار نه‌دی پېل شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وویل:« د دواړو لورو د ټاپي پروژې د کار پر اسانتیا خبرې وکړې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه چې د دغې پروژې پلي کېدل نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د افغانستان ټول خلک او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي. »

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګندوي:« پوره چمتووالی شته دی، افغانستان امنیت ټینګ کړی او په هغو سیمو کې چې ټاپي پروژه پلي کېږي او چمتو وي نو موږ هیله لرو چې دغه پروژه پېل شي؛ خو تاسو پوهېږئ چې د یوه هېواد مسئله نه‌ده څلور هېوادونه په کې غړیتوب لري او ټول باید چمتو اوسي او موږ هم چمتو یو.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي د دغې پروژې پلي کېدل په اقتصادي وده او کورنیو عوایدونو په زیاتوالي کې اغېزمن ګڼي او وايي چې د دغې پروژې له عملي کېدو سره به په هېواد کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو شنوونکي، سید مسعود په دې اړه وايي:« ټاپي پروژه په یو ډول سیمه‌ییزې سیالۍ کې ښکېله ده، او دا چې دغه سیمه‌ییزه سیالي وژونکې ده نو دا زموږ، ترکمنستان او هند په زیانوي. له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې چې ټاپي پروژه نه‌ده پېل شوې موږ یې حسابوو. موږ په حقیقت کې ۲۲ مېلیارده ډالر له لاسه ورکړي دي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنوونکي، محمد نبي افغان هم څرګنده کړه:« ټاپي پروژه یوازنۍ پروژه ده چې افغانستان له سیمې سره نښلوي او په سیمه کې منفي سیالۍ مثبت لوري ته وړي، ټاپي پروژه موږ له څو اړخونو ځان بساینې ته رسوي او د دغې پروژې پلي کېدل نړۍ ته ښیي چې افغانستان امن دی.»

خو د صنایعو او کانونو خونه بیا پر دې باور ده چې ټاپي پروژه د سیمه‌ییزو سیالیو له امله ځنډېدلې ده.

 د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان په دې اړه طلوع‌نیوز ته وایي:«په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو لپاره چمتووالی شتون لري، همدارنګه ترکمنستان هم د دغې پروژې پلي کولو ته لېوالتیا لري او هند او پاکستان هم د انرژۍ د تامینولو ته اړتیا لري. دا چې د دوه هېوادونو ترمنځ سیاسي کشالو دغه پروژه ځنډولې؛ نو په داسې حال کې چې د څلورو هېوادونو تر منځ سیمه‌ییزه اجماع رامنځ ته شي فکر کوم چې د ټاپي پروژې د چارو د پېل فرصت به رامنځ ته شي.»

ټاپي پروژه د لویو سیمه‌ییزو پروژو له ډلې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي او د دغې پروژې له عملي کېدو سره د نورو ګټو ترڅنګ هر کال افغانستان ته د ټرانزیټ له لارې شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه ډالره عواید را ټولېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه