Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند بهرنیو چارو وزارت: کابل کې زموږ پلاوي د بشري مرستو په هکله خبرې وکړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جسوال ویلي چې افغانستان ته، د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي په مشرۍ د سفر په لړ کې چې د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپاله مرستو او همدارنګه د افغان سوداګرو له خوا د چابهار بندر د استفادې په هکله له افغان او یوناما چارواکو او سره خبرې کړې دي.

ښاغلي جسوال د افغانستان لپاره د هند د ځانګړي استازي د سفر په هکله ویلي هند د افغانستان له خلکو سره تاریخي او تمدني اړیکې لري او دا اوږدمهاله اړیکې به د هند د تګلارې او سیاست لارښوونکې وي.

هغه زیاته کړې:«دغه پلاوي له پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي، له چارواکو او د افغان سوداګرو د ټولنې له غړو سره د هند د بشري مرستو په اړه هم خبرې وکړې او دغه رازیې د افغان سوداګرو له خوا د چابهار بندر د ګټې اخیستنې په اړه هم بحث وکړ. هند د افغانستان له خلکو سره تاریخي او تمدني اړیکې لري او دا اوږدمهاله اړیکې به زموږ د تګلارو لارښوونکې وي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاتوي چې هند د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت پېل کړی دی.

خو د اسلامي امارت ویاند هم د اسلامي امارت او هند تر منځ اړیکې ښې بولي او وایي، چې هند د سیمې مهم هېواد دی او اسلامي امارت د افغانستان لپاره د هند استازي ته د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«له بشري پلوه د هند مرستې د افغانستان د خلکو لپاره د قدر او ستاینې وړ دي. او موږ یې هم له همکاریو ستاینه کوو. د هندوستان استازو ته هم ډاډ ورکړل شو چې هغوی کولای شي په دې برخه کې پرمختګ وکړي.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو مخینه ښه بولي او وايي د سرپرست حکومت او هند تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د اقتصادي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:«اوس چې افغانستان یوه ځای ته رسېدلی چې امنیت یې تامین دی، کولای شي چې پانګونه وکړي او احتمالاً هغوی د امریکا په اشارې افغانستان ته راغلي او له اوسني حکومت سره خپلې اړیکې پراخوي.»

د سیاسي چارو شنونکی شمس الرحمن احمدزی هم څرګندوي:«په اوسني حالت کې چې د افغانستان شته حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، هغوی هم نه‌شي کولای چې له اوسني افغان حکومت سره ځينې سیاسي موردونه مخته بوځي او پراختیا ورکړي.»

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د هند له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو او تحصیلي ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.
 
خو د اسلامي امارت ویاند وایي، چې اسلامي امارت د افغانستان لپاره د هند استازي ته د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه