Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سپینه ماڼۍ: ا.ا باید د رسمیت پېژندنې لپاره کړې ژمنې عملي کړي

سپېنه ماڼۍ وایي که طالبان له نړۍ سره خپلې ژمنې عملي کړي په رسمیت به وپیژندل شي.

له نړۍ سره د اسلامي امارت د کړو ژمنو د عملي کېدو په تړاو د غوښتنو پر دوام د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند یو ځل بیا ویلي، که طالبان د رسمیت پېژندنې غوښتونکي و اوسي؛ نو باید له نړۍ سره خپلې کړې ټولې او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا سلاکار، جان کربي ویلي:"موږ په افغانستان کې د یوه دولت په توګه طالبان په رسمیت نه پېژنو. که طالبان د رسمیت او مشروعیت غوښتونکي وي؛ نو باید پر خپلو ټولو ژمنو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي."

له دې سره سم، یوې امریکایۍ مجلې په یوې مقاله کې له سیمې هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پر څرنګوالي څرګندونې کړې دي.

د مقالې لمخې، د سیمې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په حال کې دي.

مقاله زیاتوي، سره له دې چې، طالبان په رسمیت نه دي پېژندل شوي؛ خو له افغان ولس سره د تعامل دوام او د امریکا د بشري مرستو رسونه پر عادي ډيپلوماټیکو اړیکو کېږي.

فارن افیېرز مجله کاږي: "پر هغې کړنلارې چې، امریکا، متحدین او شریکان یې سره نږدې شوي دا دي چې، له افغان ولس سره تعامل او د بنسټيزو بشري مرستو رسونه، په داسې حال کې چې، طالبان په رسمیت نه دي پیژندل شوي په عادي ډيپلوماټيکو اړیکو کې ترسره کېږي."

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي طلوع نیوز ته وویل: " که څه هم د سیمې هیڅ یوه هېواد یا اسلامي هېواد، سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو ټولو هېوادونو د خپلو ګټو پر بنسټ له سرپرست حکومت سره اړیکې ټینګې کړې دي.

اسلامي امارت هم د سیمې له هېوادونو سره له نږدې اړیکو خبر ورکوي او زیاتوي چې، د هرې ورځې په تېرېدو سره له نورو هېوادونو سره یې هم اړیکې ښې کېږي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي: " په عموم ډول موږ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره هم ښې اړیکې غواړي. که په ډیپلوماټیکه برخه کې وي او که د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې وي."

تر دې مخکې د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر د ريیس الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، تاشکند به په نږدې راتلونکې کې د طالبانو سفیر ومني.

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه باندې ۲نیم کاله تېريږي؛ خو د سیمې د هېوادونو په ګډون لاتر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره له نږدې اړیکو خبر ورکوي او زیاتوي چې، د هرې ورځې په تېرېدو سره له نورو هېوادونو سره یې هم اړیکې ښې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه