Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیت شورا د کندهار برید په اړه: ترهګري په هیڅ ځای کې د توجیې وړ نه ده

په کندهار کې د کابل بانک د دروازې مخې ته له ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته، چې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه ترهګریز برید د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ بللی دی.

په دې اعلامیه کې، د جاپان له لوري خپره شوې ده، د دې شورا غړو دغه ډول کړنې مجرمانه او نه توجیه کېدونکې بللې دي.

امنیت شورا ویلي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوځل بیا ټينګار وکړ ترهګري چې په هر شکل او بڼه وي، د افغانستان او دغه راز د نړۍ د سولې لپاره یو جدي ګواښ دی. د دې شورا غړو د ترهګریزو اقداماتو د عاملانو، پلانوونکو، تمویلوونکو او ملاتړو د ځواب ورکړې او محاکمې پر اړتیا ټينګار وکړ.»

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د جاپان او ترکیې سفارتونو هم په جلا جلا اعلامیو کې د دغې خواشینوونکې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په یوه اعلامیه کې ترهګري د دواړو هېوادونو د اندېښنې په توګه یاده کړې او پر دغې مسألې یې د دوه اړخیز غور غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د پاکستان دولت او خلک د زړه له کومې ویرژلو کورنیو ته تسلیت وایي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي. پاکستان د هر ډول ترهګرۍ پر سختې غندنې ټينګار کوي. ترهګري یوه  ګډه اندېښنه ده، چې دواړه هېوادونه باید د ټولیزو هڅو له لارې پرې غور وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي و ویل: " له بده مرغه څلوېښت کلنې جګړې په سیمه کې سخت دریځې ډلې را پیدا کړې دي او په دې شک نشته چې ځينې هېوادونه دغه ډلې د خپلو سټراټيژيکو ګټو لپاره کاروي."

بلخوا، یوناما دفتر او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې هم په افغانستان کې د دا ډول بریدونو د عاملانو د ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي دفتر ویلي: «یوناما په کندهار کې د داعش پرونی برید چې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شو په کلکو ټکو غندي. د روژې په میاشت او یا بل هر وخت کې دا ډول ناوړه عملونه باید په افغانستان  کې تر سره نشي.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: " داعش یوه تکفیري او ظالمه ډله ده، چې هیڅ لوری نه ويني او ملکي وګړي موخه ګرځوي. خو پټنځایونه یې له منځه وړل شوي او دوی خپله هم له منځه تګ سره مخ دي او ان شاالله اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په هر ځای کې د داعش د هر ډول اقداماتو پر وړاندې فعال اوسي."

که څه هم اسلامي امارت اوس اوس د دې پېښې د قربانیانو د شمېر په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د کندهار د امنیه قومادانۍ ویاند ویلي وو، په دې پېښه کې در تنه وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان شوي دي، خو ځينو سرچینو له طلوع نیوز سره په خبرو کې د دې پېښې د قربانیانو شمېر لوړ بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د جاپان او ترکیې سفارتونو هم په جلا جلا اعلامیو کې د دغې خواشینوونکې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه