Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د نشه يي توکو د پروسس ۱۲۵۰ کارخونو له منځه وړل

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د نشه يي توکو د پروسس څه باندې ۱۲۰۰ کارخونې لمنځه وړل شوې دي.

که څه هم په دې وروستیو کې ایران او یو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې، خو اوس د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له صادرولو راهیسې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار نږدې صفر ته رسېدلی دی.

د دغه معینیت د شمېرو له مخې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي توکو د پروسس ۱۲۵۰ لویې او وړې کارخونې له منځه وړل شوې دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس، حسیب الله احمدي و ویل: "د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۲۵۰ په شاوخوا کې د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د پروسس کارخونې تخریب شوې دي او همداراز په هېواد کې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار پر وړاندې جدي مبارزه دوام لري."

د حسیب الله احمدي په خبره، اسلامي امارت په هېواد کې د نشه يي توکو ضد مبارزې ته ژمن دی او خبرداری ورکوي هغه کسان چې لا هم د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس، حسیب الله احمدي زیاته کړه چې: "اسلامي امارت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته ژمن دی او هوډ لري چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار وکړي، که بیا هم څوک دغه عمل ترسره کړي، نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به وپېژندل شي."

یو شمېر شنوونکي بیا په دې باور دي چې اسلامي امارت باید خلکو ته د نشه يي توکو د زیانونو په تړاو عامه پوهاوی ورکړي او د بزګرانو لپاره د بدیل کښت پروګرامونه تطبیق کړي.

د سیاسي چارو شنونکي، ګل محمدالدین محمدي طلوع نیوز سره د خبرو پر مهال و ویل:"د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې لپاره خلکو ته عامه پوهاوی په کار دی او ترڅنګ يې د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونو تطبیق ته اړتیا ده، ترڅو خلک د نشه يي توکو له کښته لاس واخلي."

د سیاسي چارو شنونکی یو بل شنونکی بیا وايي:"هیله مند یم چې د افغانستان سرپرست حکومت د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په همکارۍ او ملاتړ وکړای شي چې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار سره ښه مبارزه وکړي."

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د اطلاعاتو پر بنسټ، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې يې له نشه يي توکو ۱۵ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه پاکه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه