Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۳ غړي وژلي

په ننګرهار کې یوه کس د تېر روژه ماتي پر مهال د خپلې کورنۍ درې غړي په ډزو ووژل.

دغه پېښه د جلال آباد ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د جلال اباد ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند عظیم آباد سیمه کې د هغو وژل شویو کسانو د فاتحې مراسم ترسره  شول چې د جمعې په ماښام د یوه کس له لوري و وژل شوي وو.

د وژل شویو د کورنۍ غړي وايي، پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله را منځته شوې، چې په وژل شویو کې یوه ښځه، زوی او اېنګور شامل دي.

د وژل شویو کسان خپلوان، حاجي عبدالغني سالارزي د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: ((دغه یوه ځوانه جنۍ چې ددې له لاسه قتل شوله، یوه خواښې یې هم ددې له لاسه د دغه سړي قتل کړی شوه او یو یې خپل ځوان زوی چې واده یې هم نه دی شوی په دغه بزرګه میاشت کې؛ نو یو مړی چې د کامې پول سره دلته پروت دی او ټول خلک په دې غم کې را جمع دي او په ویر اخته دي، یو مړی یې د کونړ مرورې ولسوالۍ ته انتقال کړی دی او بل یې د وټه پور ولسوالۍ کټار قلا کلي ته انتقال شوی دی هغه ځوان د دې زوی.))

د وژل شویو کسانو ګاونډي، انعام الله هم و ویل:((بېګاه ماښام اذان وشو او دغه وخت کې مونږ په دې کوڅه کې ولاړ وو، چې دې کلي کې ډزې وشولې، چې مونږ صحنې ته ورغلو، صحنه کې د خپل کور مشر چې کوم دی د کور سرپرست پلار هغه خپل زوی، خپله ښځه او خپله اېنګور ویشتې وه.))

د وژل شویو کسانو یوه بل ګاونډيو نصیب الله مشواڼي هم و ویل: ((ډزې چې وشولې، موږ چې را ووتلو، پوښتنه مو وکړه وايي، چې دې کس خپل فامیل وویشته، چې راغلم پوښتنه مې وکړه، چې دې سړي درې کسان ویشتي دي، چې یوه یې خپله ښځه ده، یو یې خپل زوی او یوه یې خپله اینګور وه، درې واړه په شهادت رسېدلي وو، دوه یې کونړ ته یوړل او د اینګور کورنۍ یې همدلته وه، هغه همدلته پاتې ده، د هغې یوولس بجې جنازه ده.))

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې پېښې ته پر وخت رسېدلي او قاتل یې نیولی، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د ننګرهار امنیې قومندانې ویاند، عبدالبصیر زابلي، و ویل:((پرون ورځ د روژه ماتي په وخت کې یو تن د خپلې کورنۍ ۳ غړي په ډزو سره ویشتلي دي،د جلال اباد ښار د اتمې حوزې اړوند یو تن په خپل کور کې د کلاشینکوف په ذریعه خپله میرمن، زوی او اینګور ویشتلي وو، چې هغوی زخمیان وو وروسته امنیتی ځواکونو سیمې ته ځان رسولی وو، چې هغوی یې شفاخانې ته انتقال کړي وو؛ خو متاسفانه چې هغوی په روغتون کې ساه ورکړې ده، قاتل د سیمې څخه تښتیدلی وو؛ خو امنیتي ځواکونو هغه نیولی او څیړنو وروسته به عدلې او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.))

په ورته مهال دیني عالمان او روغتیاپالان وايي، خلک باید د روژې په میاشت کې له صبر او زغم کار واخلي او ناروغان دې له اړوندو روغتیاپالانو سره سلا مشورې وکړي.

ديني عالم، مولوي عزیز الله الفت بیا وویل:((زیاتره ورورنه مونږ او تاسې ته وايي، چې ما سره خبرې مه کوه زه روژه یم، ای مسلمانه دا روژه خو د قهر میاشت نه ده، دا خو څه د غوسې ماشت نه ده، دا خو د عبادت میاشت ده، عبادت څه شي ته وايي د زړه سکون ته عبادت وايي او مونږ او تاسو په روژه کې له مسلمان سره خبرې نه کېږي، دویمه خبره ورسره نه کېږي؛ نو له ټولو نه مې هیله دا ده، چې صبر او جمیل په ځان کې پیدا کړو))

د رواني ناروغیو ډاکټر، امیر خان پامیر څرګنده کړه چې:((دا چې د روژې په مبارکه میاشت کې اکثره انسانان په رواني ډول باندې د فشارونو تر تاثیر لاندې راځي، په ځانګړي ډول باندې هغه کسان چې هغوی د نشه يي توکو معتاد وي؛ نو دغه ډول خلک باید په ذهني ډول باندې کوشش وکړي، چې آرام واوسېږي، که چېرته دوی دغه خپله حوصله او صبر باندې کار ونه کړي؛ نو دغه ډول پېښې به را منځته کېږي، لکه بدبختانه چې پرون مونږ او تاسې د یوې پېښې شاهد وو.))

دا لومړی ځل نه دی، چې د کورني تاوتریخوالي له امله داسې پېښه را منځته کېږي؛ بلکې د هېواد په ګڼ شمېر نورو سیمو کې هم د ځمکو پر سر، د ناسمو دودونو او کورني تاوتریخوالي له امله ګڼې پېښې را منځته کېږي، چې خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه