Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: هېوادونه دې د «حدودو د پلي کېدو» په هکله د نظر له څرګندونو ډډه وکړي

اسلامي امارت د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې یو ځل بیا په هېواد کې د شرعي احکامو د تطبیق په برخه کې د سرپرست حکومت د ژمنتیا خبره کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په هېواد کې د شرعي احکامو د تطبیق په تړاو د هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت څرګندوي:«له هغو هېوادونو چې په دې هکله څرګندونې کوي، له هغوی مو هیله او غوښتنه دا ده چې، د اسلامي حدودو په هکله، له داسې څرګندونو څخه ډډه وکړئ چې په هغه د مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانانو احساسات زغمي کېږي.»

له دې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د اسلامي امارت لخوا د اعدام، سنګسار او د ښځو د دُرې وهلو د مجازاتو بېرته پېلېدل د افغانانو د حقونو او بنسټيزو ازادیو نقض دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حکومته غوښتې دي، چې د دغه وزرات په وینا، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له ځپونکو سیاستونو لاسو واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«فرانسه د طالبانو وروستۍ پرېکړه په کلکو ټکو غندي چې د ښځو سنګسارول او د هغوی پر وړاندې د بدني مجازاتو لړۍ یې پېل کړې ده. موږ له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو د ځپلو او له منځه وړلو تګلاره بدله کړي. موږ د فرانسې په فعال مشارکت سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ټینګار کړی چې، د ښځو حقونو ته درناوی د هر ډول خبرو وار له مخه شرط دی.»

د نړۍوالو چارو شنونکی فرهاد ابرار په دې هکله وايي:«له طالبانو سره د تعامل لپاره د لوېدیځو هېوادونو له لوري د بشري حقونو او د ښځو د حقونو بحثونه، د اصلي بحث په توګه مطرح کېږي. که‌چېرې د سنګ‌سار بحث هم پر دوی اضافه شي، زما په اند طالبان به د لوېدیځو هېوادونو له خوا ډېر په نزوا کې راوستل شي.»

د ښځو د حقونو فعاله لمیا شېرزۍ هم څرګندوي:«د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې نور د ملګرو ملتونو پر سازمان او د بشري حقونو پر نړۍوالو بنسټونو نور باوري نه‌دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د هېواد سترې محکمې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې، د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې یې د يوې ښځې په ګډون پر اوو تنو د «زنا او لواطت» په جرم تعزیري حکم پلی کړی. 

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دغه هر کس له ۳۵ تر ۳۹ درو وهل شوی او درې ته په یو کال بند او څلور تنه نور  په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په هېواد کې د شرعي احکامو د تطبیق په تړاو د هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه