د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي چې د اسلامي امارت مشر د هېوادوالو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د سرغړونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مرستیال صدیقالله طلوع نیوز ته وایي چې د اسلامي امارت د ځواکونو د سرغړونو د دوسیو د څېړنې لپاره د دغه وزارت تر چتر لاندې یو نظامي معینت هم جوړ شوی دی.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مرستیال په دې هکله وویل:«کهچېرې نظامي مجاهدین سرغړونه وکړي، د امر بالمعروف وزارت د سمع شکایتو کې دننه یو معینیت ورته ټاکل شوی او ډېر اهتمام یې شوی، په دې خاطر باندې چې د مجاهدینو تخطي ته د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امیرالمومنین صاحب توجه ورته کړې ده.»
د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مرستیال وایي، چې د هغو کسانو لپاره چې د محتسبانو له درې ځلي لارښوونې وروسته په مکرر ډول منکرات ترسره کړي، په مرکز کې یوه ورځ او په ولایتونو کې د ریاستونو له خوا درې ورځې بند په پام کې نیول شوی دی.
هغه دغه راز زیاتوي چې د دغو کسانو د بند په موده کې له هغوی سره هېڅ ډول نامناسب چلند نهکېږي.
صدیقالله څرګنده کړه:«دویم ځل بیا سپارښتنه ورته کېږي، درې ځل کهچېرې اصلاح نهشو په یوه سخته لهجه باندې چې په هغه سړي کې اثر وکړي او په څلورم ځل کهچېرې هغه شخص له منکر څخه لاس نهاخلي، د محتسبینو لپاره یوه ورځ حبس دی.»
بلخوا، یو شمېر هېوادوال له اسلامي امارت په تېره بیا امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارته غواړي چې د هېوادوالو د رضایت د ترلاسه کولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي. دغه هېوادوال دغه راز ټینګار کوي، هغه کسان باید تر پېژندلو وروسته مجازات شي چې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کوي.
د کابل اوسېدونکی هدایتالله وايي:«د امیرالمومنین فرمان دی چې دوی باید له خلکو سره ښه چلند وکړي او د خلکو ترمنځ واټن رامنځته نهکړي، کهچېرته واټن رامنځته شي، د خلکو او د دوی ترمنځ واټن راشي بیا به د دوی حکمتوالۍ ته زیان ورسوي.»
د کابل بل اوسېدونکی محمد بلال هم څرګندوي:«ځينې ځينې سرتېري چې خلک ځوروي، غواړو چې دوی ته مسلکي کورسونه جوړ کړي او ځان مسلکي کړي، ملت هم دلته کړېدلی او شهید یې ورکړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې ځینو هېواوالو د یو شمېر امنیتي کسانو له ناسم او د محتسبانو له نامناسب چلنده شکایت کړی دی.
په دې اړه مو اندونه