Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوجاریک: د افغانستان لپاره د م.م د ځانګړي استازي د ټاکلو بهیر دوام لري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجارېک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې په تړاو وايي، د ځانګړي استازي پر ګومارنې کار روان دی.

څه کم یوه میاشت مخکې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ګومارلو په تړاو غونډه جوړه کړه.

د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي و، غړي هېوادونه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې په تړاو خبرې اترې وکړي خو تر اوسه د دغې موضوع په تړاو نوي جزییات نه دي ورکړ شوي.
خو اوس اوس، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، وايي پر دغې مسألې کار روان دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک په دې تړاو و ویل: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارنې بهیر دوام لري، که د دغې موضوع په تړاو نوي څه وو نو خامخا به یې جزییات له تاسې سره شریک کړم.

اسلامي امارت بیا په کراتو ټينګار کړی چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل غیر ضروري کار دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت طلوع نیوز ته و ویل: « افغانستان ته اوس امنیت راغلی او وضعیت له جګړې او ناورینه راوتلی دی، نو د یوناما د حضور په صورت کې د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.»

د سیاسي چارو شنونکي، محمد بشار و ویل: «په افغانستان کې ناورین نشته نو د ځانګړي استازي ټاکلو ته هم اړتیا نشته. تېرو تجربو ښودلې چې کله هم د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی هغه له دسیسو او ناامنۍ بل کار نه دی کړی.»

د چارو یوه بل شنونکي، سید مقدم امین و ویل: «که د افغانستان د قضیې په تړاو یو منسجم او په یووالي ولاړ عمومي فکر رامنځته شي نو اسلامي امارت ته قناعت ورکولای شي چې د ځانګړي استازي ټاکل د افغانستان په ګټه دي.»

تر دې مخکې، امنیت شورا په ۲۷۲۱ پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي، انتونیو ګوترش غوښتي و چې د فریدون سینرلي اوغلو د سپارښتنو چې له نړۍ سره د افغانستان د بیا یوځای کولو په خپلواکه ارزونه کې یې کړې وې، د عملي کولو په موخه د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه