Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د ۳۳ تنو مړینه

په هېواد کې د درې وروستیو ورځو د ورښتونو او د سېلابونو د راتلو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ، خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

بلخوا، د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې نږدې دوه سوه څاروي، تر سلو ډېر کورونه په بشپړ ډول او یا هم په نسبي ډول له منځه تللي او دوه زره جریبه ځمکه هم تخریب شوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق وویل:«د لومړي راپور له مخې، له بده مرغه د سېلابونو د راتلو له امله ۳۳ کسان شهیدان او ۲۷ کسان ټپيان شوي دي. همدارنګه کابو ۶۰۶ کورونه په بشپړ او نسبي توګه ویجاړ شوي دي.»

د دغه وزارت ویاند دغه‌راز زیاتوي چې د عامې روغتیا، دفاع او ټولګټو له وزارتونو او ځينو نورو ادارو سره په همغږۍ ژغورندویې ډلې زیانمن شویو سیمو ته رسولي دي او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو مخه یې نیولې ده. نوموړي ټينګار کوي چې فراه، هرات، زابل او کندهار هغه ولایتونه وو چې ډېره مرګ ژوبله یې لرلې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند زیاتوي:«ډېر تلفات په فراه ولایت کې، په هرات ولایت کې، په زابل ولایت کې، په کندهار ولایت کې زیاته مرګ ژوبله رامنځته شوې ده او د شهیدانو اکثریته شمېره په کندهار ولایت کې ده.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت دغه راز وایي، چې د روان لمریز کال له پېلېدو راهیسې یې پر څه باندې ۲۲ زره اړمنو کورنیو ملي او نړۍوالې مرستې وېشلي دي. دغه وزارت په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو او د واورې او بارانونو د ورښتونو خبر هم ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه