پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د سیمهییز تماس ډله، د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو له امله له خنډ سره مخ شوې ده.
اکسپرس ټربیون وایي چې، پاکستان د سیمهییز تماس په ډله کې د هند له حضور سره مخالفت ښودلی او له همدې امله په دې برخه کې تر اوسه کوم پرمختګ نهدی شوی.
د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په پام کې نیول شوې وه چې، په دې ډله کې د افغانستان نږدې ګاونډیان او نور ښکېل اړخونه شامل وي. بلخوا، د ډيپلوماټيکو سرچینو په وینا، په سیمهییزه ډله کې د پاکستان مخالفت د دې لامل شوی چې، دغه وړاندیز له خنډ سره مخ شي.»
د سیاسي چارو شنونکي محمد افضل حبیب په دې هکله وویل:«هند هم په سیمه کې خپلې اغېزې لري او همدارنګه د وضعیت په ښهوالي کې او همدارنګه د هغه ترڅنګ خپلې کورنۍ غوښتنې چې له پاکستان سره سیالي او ځينې نور مسایل دي هم لري کهچېرې دغه منفي علت نهوي او سیمه پر مسایلو خبرې وکړي هره غونډه چې وي د ستاینې وړ ده.»
بلخوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي د سیمهییز تماس ډلې جوړېدل د افغانستان لپاره مهم ګڼي او وایي چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره اړتیا ده چې، د سیمې هېوادونه د نظر اختلافات ونه لري.
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي وايي:«هغوی باید په خپل منځ کې د افغانستان په تړاو له اختلافونو ډډه وکړي، دا چې یو هېواد ووايي چې زه د بل هېواد استازی نهمنم. کله چې موږ سیمه وايي په سیمه کې هند، پاکستان، ازبیکستان او ایران هم شامل دي موږ له هغوی سره په اړیکه کې یو.»
د سیاسي چارو شنونکی ناصر شفیق څرګندوي:«کهچېرې د سیمې هېوادونه په سیمه کې د سیاسي ثبات او پرمختګ غوښتونکي وي باید له کورنیو اختلافانو تېر شي او د تماس ډلې د رامنځته کېدو غوښتونکي شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په دویېمه غونډه کې چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شوه، د افغانستان لپاره د نقشې د ترسیمولو لپاره د سیمهییز تماس د ډلې جوړېدل وړاندې کړل؛ خو دغه وړاندیز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په څېر تر اوسه د پاموړ پایلې نهدي لرلي.
په دې اړه مو اندونه