Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل او ولایتونو کې د پېښو د مخنیوي په موخه د اوروژنې سټیشنونو زیاتول

پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي ریاست په کابل کې د دغه ریاست د سټیشنونو له زیاتېدو خبر ورکوي.

پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي ریاست وایي، په پلازمېنه او ولایتونو کې یې طبیعي او غیر طبیعي پيښو ته د رسېده ګۍ په موخه خپل سټېشنونه زیات کړي دي.

د دغه ریاست د تمریناتو ریاست زیاتوي چې د دغو سټېشنونو په زیاتېدو سره به پر پېښو په  چټکۍ سره غور وشي.

پېښو ته د رسېدو او اطفایې د عمومي ریاست د تمریناتو مرستیال، محمد عوض ابوبکر و ویل: "موږ پلان لرو چې د سټیشنونو شمیر زیات کړو ځکه چې ښار پراخ شوی دی. یو ځل بیا، هغه سټیشنونه چې موږ دا مهال په کابل کې لرو کافي نه دي او موږ نشو کولی ور ته ورسیږو ځکه چې دا کافي نه دي. موږ په کابل او ولایتونو کې راتلونکي کې د سټیشنونو د زیاتولو پلان لرو. "

محمد عوض ابوبکر د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوي چې په وروستي یوه کال کې نږدې دوه زره طبیعي او غیر طبیعي پېښې ورسره ثبت شوي دي.

پېښو ته د رسېدو او اطفایې د عمومي ریاست د تمریناتو مرستیال، محمد عوض ابوبکر زیاته کړه: "تېر کال په ټول هېواد کې ۱۸۸۸ پېښې شوې وې، چې په کابل او ولایتونو کې د کارکوونکو له خوا ثبت شوې وې."

له دې سره هممهاله، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د اور وژنې د مرکزونو د زیاتوالي او پر وخت د هېوادوالو پر ستونزو د غور غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکي، شفیع الله و ویل: "پېښو ته د رسېدو او اور وژنې له عمومي ریاسته زموږ غوښتنه دا ده چې که کومه پېښه رامنځته شي، دوی دې ښار ته د خدمت لپاره په خپل وخت راشي، د دې مانا دا نه ده چې یوازې په کابل کې باید ډیر سټیشنونه وي، بلکې په ۳۴ ولایتونو کې هم زیات شي. "

د کابل اوسېدونکي، وکیل هم و ویل:"د اور وژنې اداره باید په خپل وخت راشي ترڅو اور خپور نه شي، که نه نو اور به زیات شي او زیان به یې هم زیات شي."

پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست مسوولان په کابل او ولایتونو کې د خپلو تجهیزاتو د زیاتېدو او  خپلو کارکوونکو ته د نورو اسانتیاو د برابرېدو خبر هم ورکوي.

پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست مسوولان په کابل او ولایتونو کې د خپلو تجهیزاتو د زیاتېدو او  خپلو کارکوونکو ته د نورو له برابرولو هم خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه