Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر اسراییل د ایران برید؛ کرزي او عبدالله هغه د تهران «مشروع حق» وباله

پخواني ولسمشر او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس د اسراییل پر وړاندې د تهران اقدام، د ایران د ملي حاکمیت له نقض څخه د دفاع لپاره مشروع حق وباله.

خواني ولسمشر حامد کرزي په یوې خبرپاڼه کې لیکلي:«په دې وروستیو کې نړۍواله سوله د جګړو او کړکېچونو په زیاتېدو او نړۍوالو قوانینو او اصولو له نقض کېدو سره له سخت ګواښ سره مخ ده. په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسراییل برید یې یوه نوې پېښه وه چې، له ځانه د دفاع د مشروع حق په څېر د ایران د اسلامي جمهوریت له ځواب سره مخ شوه.»

په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په ایران کې د افغان کډوالو حضور ته په نغوتې سره ویلي چې د تهران او اورشلیم ترمنځ شخړې د افغانستان پر ضعیت مستقیماً اغېزه لري.

ښاغلي عبدالله ویلي:«د ایران اسلامي جمهوریت په دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکاتو سره زموږ ګاونډی دی او دم‌ګړۍ د مېلیونونه افغانانو کوربه دی. د ایران پر وړاندې د اسراییل هر ډول اقدام او د ترینګلتیا زیاتوالی مستقیم د افغانستان پر وضعیت او د سیمې او نړۍوالې سولې او امنیت لپاره د نه‌منلو پایلې لري.»

د هېواد دغه دوه سیاسي څېرې همدارنګه د غزې پر جګړې له نیوکې سره په فلسطین کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د اد ایران جمهوریت مشروع حق و چې د اسلام په نړۍ کې یې هم ځان ثابت کړ. ورته مهال نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا او متحدان یې باید پر اسراییل فشار راوړي، څو هغه ظلم چې په فلسطین او غزه کې د اسراییل له لوري کېږي، ودرول شي.»  

د سیاسي چارو بل شنونکی نجیب‌الرحمن شمال هم څرګندوي:«په هغه صورت کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ شخړې دوام پيدا کړي، نه یوازې د منځني‌ختیځ هېوادونو لپاره، بلکې د سیمې هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، د سولې ټینګښت او ثبات له هغې ډلې د افغانستان او ایران ترمنځ پر اړیکو به هم منفي اغېز ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي چې د عراق په دمشق ښار کې یې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید غبرګون کې د یکشنبې په شپه د اسراییل پر نظامي اهدافو څه باندې ۳۰۰ توغندي توغولي او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

خواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په دې وروستیو کې نړۍواله سوله د جګړو او کړکېچونو په زیاتېدو او نړۍوالو قوانینو او اصولو له نقض کېدو سره له سخت ګواښ سره مخ ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه