Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر دفتر؛ له هېوادونو سره د اړیکو د ښه‌والي له هڅو د مرستو تر جلبه

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي دغه دفتر هڅه کوي چې، د نړۍوالو رسنیو له لارې، د افغانستان واقعي او ریښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

ښاغلی شاهین طلوع‌نیوز ته زیاتوي چې، دغه دفتر په دوحه کې همدارنګه له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د ښه‌والي او د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره فعالیت کوي.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وايي:«سیاسي دفتر په ډپيلوماټیکه برخه کې فعالیت کوي او د بېلابېلو هېوادونو له پلاویو سره، په اقتصادي، تعلیمي او سیاسي برخو کې، او همداشان په نورو برخو کې، اړوند نورو برخو کې، خبرې کوي. او هڅه کوي چې د هغوی پانګونه او اقتصادي مرستې راجلب کړي.»

بل لور ته د سیاسي چارو ځینې کارپوهان که څه هم د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ستايي؛ خو د سرپرست حکومت د کورني او بهرني سیاست پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد متین‌ محمدخېل وايي:«اسلامي امارت باید خپل کورنی او بهرنی سیاست ولیکي او پرې قانون جوړ کړي، څو هغه پوښتنې چې په سیمه او نړۍ کې رامنځته کېږي، د هغو لپاره د پای ټکی کېښودل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی شمس‌الرحمن احمدزی هم څرګندوي:«د افغانستان د اسلامي امارت داخلي سیاست او که بهرنی سیاست دی، اقتصاد محوره هم دی، د پانګونې په برخه کې په نورو داسې اقتصادي برخو کې دوی له نړۍوالو هېوادونو سره دا هڅه کوي چې په اقتصادي برخه کې خپل اړیکې پیاوړې کړي.»

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د ۱۳۹۲ هجري لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷ نېټه پرانیستل شوی او موخه یې په هغه وخت کې، د سولې خبرې اترې او په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د ستونزو حل ګڼل شوی وو چې، دم‌ګړۍ د اسلامي امارت چارواکو په وینا دغه دفتر د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ په ارتباطي پل بدل شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه