Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې له دوو سرپرست وزیرانو سره د اروپا میشتو افغانان د پلاوي کتنه

د اروپا میشتو افغانانو د ټولنې مشرانو او یو شمېر استازو د خپلو لیدنو پر مهال دا ځل د ارشاد، حج او اوقافو او امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له سرپرستانو سره په بیلابیلو لیدنو کې د بیلابیلو مسایلو په ځانګړې توګه ښځو د حقونو په تړاو خبرې وکړې.

د امر باالمعروف نهې عن المنکر وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست له دغو استازو سره په لیدنه کې په هیواد کې د ښځو د حقونو له خوندیتوبه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هیچا ته به اجازه ورنکړي د ښځو له حقونه تر پښو لاندې کړي.

د سویډن میشتو افغانانو د ټولنې رییس، حکمت الله حکمت طلوع نیوز ته و ویل: له مشرتابه سره د هغو مسایلو په تړاو خبرې وکړي چې حل یې اړین دی. له دغې منځه د ښځو د حقونو، د نجونو د ښوونځيو د حکومت د ټول منلي نظام جوړښت دی چې هر افغان پکې ځان و ویني. او نور جزییات وو.

یو بل اروپا میشتی افغان، ملک افغان وايي: هېواد ته زموږ د راتګ یوه بله موخه د افغان نجونو پر مخ د زده کړو د تړلو دروازو پرانیستل دي او د یوه داسې نظام جوړول چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي او یو مسلکي حکومت باید جوړ شي.

په ورته مهال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم له دغو استازو سره په کتنه کې په بهر کې له میشتو ټولو افغانانو وغوښتل چې هیواد ته را ستانه شي او د هیواد په بیارغاونه کې ونډه واخلي.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر په دې تړاو و ویل: له شک پرته هغه افغانان چې په بهر کې دي او دلته راځي او پیغامونه وړي، دا راتګ یې ډیر رول لري، خو هغوی چې غواړي افغانستان ته راشي، څه ډول راشي؟ ماشومان یې چېرته زده کړې وکړي؟

د پوهنتون استاد، جنت فهیم چکري و ویل: هغوی چې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچو زده کړې کړې دي او د حکومتولۍ په برخه کې یو عمر تجربه لري، هغوی وایي موږ چې راشو باید په حکومت یا بل ځای کې راته د کار زمینه برابره وي

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له دغو استازو سره په لیدنه کې ویلي وو چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنیدو وروسته د افغانستان د تجزیې هڅې ناکامه شوې او دمګړۍ په هیواد کې یو اسلامي نظام حاکم دی.

مولوی عبدالکبیر دغه راز په دې کتنه کې د اروپا میشتو افغانانو د ټولنې له مشرانو او استازو غوښتي وو چې د هیواد اوسني واقعیتونه نړۍ ته ورسوي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم له دغو استازو سره په کتنه کې په بهر کې له میشتو ټولو افغانانو وغوښتل چې هیواد ته را ستانه شي او د هیواد په بیارغاونه کې ونډه واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه