Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معلولان او د شهیدانو کورنۍ د تنخواو د ورکړې غوښتنه کوې

کابل کې ځینې معلولان او د شهیدانو کورنۍ د هغوی د تنخواو له کمېدو او د نه اداینې څخه شکایت کوي.

دوی وایي له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د دوی تنخواوې پر وخت ادا کړي.

دوه پنځوس کلن حیات شاوخوا دېرش کاله وړاندې د کورنیو جګړو له امله په پښه معلول شوی دی د خپلې اته کسیزې کورنۍ اقتصادي ستونزې داسې بیانوي.

 معلول حیات الله د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « موږ اړمن یو نور به څه ووایو بې لاسه او بې پښو یو، د بېوزلۍ له امله یو وخت ډوډۍ لرو او بل وخت نه لرو. که زموږ تنخواوې راکړ شي ډېره به ښه شي.»

بل معلول بسم الله و ویل: « مخکې حکومت کې یې موږ ته ۶۰ زره افغانۍ راکولې او په دې حکومت کې موږ ته یوولس نیم زره افغانۍ راکړي دي او تر اوسه پورې یې بیا پیسې نه دي راکړي.»

بلخوا، د  شهیدانو او  معلولانو ځینې کورنیو د خپلو تنخوا له کمېدو او نه ورکول کېدو شکایت لري او له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره یې تنخواوې ورکړي.

د شهید د کورنۍ غړې بلقیس و ویل: « هره ورځ ګرځم او د خلکو په کورونو کې پاک کاري کوم. له دولته غواړم چې زموږ تنخواوې دې راکړي.»

معلول میا رحمان و ویل: « معلول یو، ماشومانو لرو. زه خپل معلول یم او کاروبار نشم کولی.»

 بلخوا، د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولان وایي، چې د یوه کړنلارې له مخې، د معلولینو سلنه تثبیت شوې او د سلنې له مخې یې معاشونه ورکول کیږي او دغه راز د معلولینو  د حقوقو د ورکړي په تړاو داسې وایي.

د شهیدانو او معلولانو چارو اداري او مالي رییس کلیم الله افغان و ویل: « ځینې معلولان وایي چې زموږ معاش نه دی ادا شوی، دا دوه عمده دلایل لري. یا خو به د هغوی معلولیت په هغه کچه نه وي چې په قانون او مقرره کې راشي او ښایي ذهني معلول وي او د هغه ذهني او فزیکي فعالیت ته ضربه نه وي رسېدلې.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د شمېرو لمخې، په دغه وزارت کې تر شپږ سوه زرو  ډېر مستحق کسان ثبت دي، چې تر سلو زرو  ډېر یې معلولین دي.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولان وایي، چې د یوه کړنلارې له مخې، د معلولینو سلنه تثبیت شوې او د سلنې له مخې یې معاشونه ورکول کیږي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه