Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دفاع وزارت سرپرست: هېواد کې به شته ستونزې ډېر ژر حل شي

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له ځينو استازو سره په کتنه کې ویلي چې په هېواد کې شته ستونزې به ډېر ژر حل شي.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې پر نبسټ مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغې لیدنه کې همدارنګه ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او له هېواده بهر افغانان هم باید له اوسني فرصته په استفادې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د دفاع وزارت سرپرست د دغو هېوادوالو له ویناوو او وړاندیزونو له هرکلي سره ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټينګار یې کړی چې هغوی باید د هېواد به سوکالۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.» 

بل خوا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، د دغه وزارت سرپرست په اروپا کې له مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو سره په کتنه کې ویلي، په بهر کې مېشت افغانان کولای شي په پوره ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې هکله زیاتوي:«د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په اروپا کې له مېشتو افغانانو سره په کتنه کې د پروژو د پلي کېدو او د هېواد د پرمختګ په هکله خبرې کړې دي او شهاب‌الدین دلاور ډاډ ورکړی چې په بهر کې تول مېشت افغانان له بشپړ ډاډ سره خپل هېواد ته دې راستانه شي.»

په اروپايي هېوادونو کې ځينې مېشت افغانان چې کابل ته راغلي او د اسلامي امارت له ځينو چارواکو سره یې اوس اوس لیدلي، دغه لیدنې او کتنې يې ښې او ګټورې بللې دي.

په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ټولنې رییس حکمت‌الله حکمت په دې هکله څرګندوي:«محمد یعقوب مجاهد چې په اسلامي امارت کې ځانګړی ځای لري، موږ له هغو وغوښتل چې د نظام او ملي یووالي د ساتنې او بالاخره د یوه سوله‌ییز افغانستان لپاره د دغه هېواد د بچیانو او وګړو حقونو ته دې پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغان څېرو تر دې مخکې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کورنیو، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو او امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارتونو له سرپرستانو سره په لیدنو کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
 
د دفاع وزارت د خبرپاڼې پر نبسټ مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغې لیدنه کې همدارنګه ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه