Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د بهرینو چارو وزارت: واشنګټن د ا.ا د رسمیت پېژندلو هوډ نه‌لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره ورځ (دوشنبې، د اپرېل په ۲۲مه) خپور شوی، لیکلي چې واشنګټن د«طالبانو»د رسمیت پېژندلو هوډ نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی، په دغه راپور کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو د کار او زده‌کړو په هکله خپل فرمانونه لغوه او یا هم نرم کړي نه‌دي.

د دغه راپور په یوې خبره کې ادعا شوې چې، په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ لاندې ۹۰ سلنه بندیان سیاسي دي او په دغه راپور کې پر نیولو، ربړونې، د رسنیو پر محدودیتونو او د تګ راتګ ازادۍ پر محدودیتونو هم نیوکې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په دې موده کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په تړاو کوم فرمانونه لغوه یا نرم نه‌شول. طالبان په رسمي توګه د جمهوريت دورې د قانون پر بنسټ، د شته قوانینو د بدلولو مدعي نه‌وو. بلخوا، هغوی داسې فرمانونه صادر کړل چې نړۍوالو کنوانسیونونو ته د افغانستان له شویو ژمنو سره په ټکر کې وو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلينکن ویلي:«طالبانو په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه محدود کړي. د ښځو پر مخ یې ښوونیز بنسټونه تړلي او د غیر اخلاقي چلند په تور یې د ښځو او نارینه‌وو په درو وهل زیات کړي دي.»

په دغه راپور کې پر ناقانونه وژنو، د خلکو پر ربړولو او سپکولو، د سیاسي بندیانو په ګډون د بندیانو د نیولو پر مراحلو او له هغوی سره پر چلند، د خلکو د مالونو پر اخیستو او ضبطېدو، د بیان او رسنیو د ازادۍ پر محدودېدو، د انټرنټ پر کارولو د محدودیتونو پر لګول کېدو او په سیاسي بهیرونو او ګوندونو کې د افرادو پر ګډون د محدودیت پر لګول کېدو نیوکې شوې دي.

خو اسلامي امارت، د افغانستان د وضعیت په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور منځپانګه بې‌بنسټه بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د یوه واکمن نظام په توګه، د خپلو ټولو اتباعو لپاره د اسلامي او شرعي حقوقو ورکړې ده ژمن دی، دا چې لوېدیځه نړۍ په افغانستان کې چې یوه اسلامي ټولنه ده، د غرب د حقوقو د پلي کېدو غوښتنه کوي دا په اصل کې، د لوېدیځ فرهنګ د تپلو یوه هڅه ده.»

د سیاسي چارو شنونکی هم وايي:«دا نوی راپور واقعاً هم ټکان ورکوونکی دی او زه فکر کوم چې هغه پخواني ټول موردونه یې تایید کړي او زما خپل باور دا دی، چې امریکا به د دغه انتخاباتي کمپاین په دروان کې چې، د دغه کال تر اخره دی، طالبان به په رسمیت ونه‌پېژني.»

دا په داسې حال کې ده چې، پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو د څه کم درې کلونو له تېرېدو وروسته، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ کوم هېوا اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه