ترهغه وروسته چې په اماراتو کې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوي د افغان حکومت د سولې له مرکچي پلاوي سره له خبرو ډډه وکړه. اوس د ولسي جرګې رییس وایي چې دولت د سولې په خبرو اترو کې څنډې ته کړل شوی دی.
ښاغلی ابراهیمي ټينګار کوي چې د حکومت له حضور پرته، هېڅ ډول خبرې اترې به پایله ونهلري.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل:«د دغې پروسې په برخه کې څنډې ته کړل شوی موږ بیا هم د حکومت پر مشرانو غږ کوو چې د سولې په اړه خپل اختلافونو ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدی.»
طالبانو تر اوسه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره څلورځلې لیدلي دي خو ویل کېږي دا هڅې له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د لارې د هوارولو په موخه شوي دي.
د سیاسي ګوندونو او بهیرونو د سیاسي کمېټې غړی همایون جریر وايي:«د دولت همکاري او د یوې فضاوالی د افغان دولت او د امریکا متحده ایالاتو ښه نیت د سولې کار چټک کوي.»
په دې لړ کې افغان حکومت وایي له هرې هغې غونډې هر کلی کوي چې د افغان سولې په تړاو کېږي. او ټینګار کوي چې د امریکا هڅې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره دي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم څرګنده کړه:«خبرې اترې د افغانانو په مشرۍ په مخ ځي، زموږ ټول نړیوال همکاران د اسانتیا رامنځته کولو رول لري.»
له دې ټولو سره سره ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څو ورځو په سعودي عربستان کې د امریکا له استازو سره د طالبانو پنځم پړاو خبرې ترسره شي.
افغان حکومت هم دغې غونډې ته د خپل مرکچي پلاوي د لېږلو خبر ورکړی دی.