د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې لوړپوړي حکومتي چارواکي هڅه کوي چې دولتي تړونونه خپلو خپلوانو او نږدې کسانو ته ورکړل شي او هغوی له دغې لارې په سترو تړونونو کې د مېلیوني ډالرو ونډه لرونکي شي.
ښاغلي مسعود نن(د لیندۍ په ۱۷ نېټه)په کابل کې له اداري فساد سره د نړیوالې ورځې په غونډه کې د ټاکنو په بهیر په څېر بهیرنو کې له «سیاسي فساد»څخه ګواښ کوي او ټينګار کوي چې په دغو مسایلو کې دخیل بنسټونه باید رڼه وي.
احمد ضیا مسعود وویل:«ډېری ستر تړونونه چې ترسره کېږي،داسې کسان شته چې په لوړو حکومتي کچو کې دي،په یوې بڼې د خپلو کورنیوغړو،یا خپلوانو او یا هم ملګرو له لارې په دا راز تړونونو کې ځانونه شریکوي.»
ښاغلي مسعود زیاته کړه:«تر کومه چې زموږ عدلي او قضايي بنسټونه خپل خپلواکي پیدا نهکړي او دا ځواک پیدا نهکړي او همدارنګه په کړنو کې یې اصلاحات رامنځته نهشي،ډېره ستونزمنه ده چې موږ ووایو چې موږ د فساد پر ضد ښه مبارزه ترسره کړو.»
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی هغه څه ته چې په هېواد کې یې سیاسي فساد بولي اشاره او وايي په ادارو کې کارونه روڼتیا ته اړتیا لري چې د ټاکنو په شان پروګرامونو کې رول لري.
احمد ضیا مسعود څرګنده کړه:«ډېره مهمه ده ټول هغه بنسټونه چې د سیاسي مسایلو په برخه کې،د هېواد سیاسي برخلیک په اړه پرېکړه کوي،باید د دوی کار روڼتیا ولري باید د افغانستان د خلکو په سیاسي حق کې خیانت ونهشي.»
له بلخوا له اداري فساد سره د مبارزې بنسټ خبرداری ورکوي په هېواد کې د اداري فساد پراختیا په ټول هېواد کې ټولو پرمختګونو ته زیان رسولی او آن د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتوالی له دغو ناخوالو سره تړاو لري.
له اداري فساد سره د مبارزې شبکې رییس خان زمان امرخېل څرګنده کړه:«دوی د هېواد پوځيان هم په ډېریو کې د فساد له امله او په جګړه کې قرباني کېږي،په یو ډول د فساد قرباني کېږي.»
اداري فساد، په افغانستان کې د پرمختګونو په وړاندې لویه ننګونه بلل کېږي او په وروستیو کلونو کې په هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ډېرې ادارې جوړې شوې دي.
له دې مخکې د روڼتیا بنسټ ویلي د دغو ادارو اغېزمنتیا لپاره دې ته اړتیا ده چې ټول په همغږۍ سره کار وکړي.