ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړې لیکلي چې افغان حکومت په ننګرهار ولایت کې پر پاکستاني ډیپلماټ ترهګریز برید چې د هغه د وژل کېدو لامل شوی، غندي او هغه د ټولو ډیپلماټیکو اصولو پر خلاف بولي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د هېواد امنیتي چارواکو ته حکم کړی چې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د هغه عاملین په ګوته او عدلي او قضايي بنسټونه ته یې معرفي کړي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، افغان حکومت په دغه هېواد کې د سیاسي نماینده ګیو د امنیت په ټینګښت کې مسوول دی او د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونو ته یې لارښونه کړې چې په افغانستان کې د مېشتو سیاسي نمایندهګیو او ډيپلماټانو د امنیت د ټينګښت لپاره لازمې تابیاوې ونیسي.