Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اعتراض کوونکو شپږمه خیمه هم ودروله.

د حکومتي ضد اعتراضونو په دوام، اوس دغو اعتراض کوونکو د کابل په یو شمېر نورو سړکونو کې هم خیمې درولې او د خلکو د تګ راتګ لارې یې تړلې دي، له بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته ټولې ورغلې لارې د حکومت له‎خوا تړل شوې او چا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د غرمې ۱۲ بجې دي او د حکومت ضد اعتراض کوونکو شپږمه خیمه د شهید څلور لارې پر یوه سړک ودرول شوه.

د عدالت غوښتونکو غړی مرتضي جلالي وویل:«هغه خیمې چې د عدالت غوښتنې لپاره درول شوي،دود همدا دی چې په مهمو واټونو کې ودرول شي ترڅو په حکومت فشار زیات شي او د عدالت غوښتونکو، غوښتنې له ځنډ څخه پرته د حکومت له خوا ومنل شي.»

د بلوا ضد ځواکونه، د اوروژنې ډله او له ۱۰ زیات رنجر موټر د امنیت د ټینګښت په موخه په شهید څلور لاره کې درېدلي او دا کار د لارې د بندېدو او په ساعتونو د موټرو د انتظار لامل کېږي.

چلوونکی عزیز په دې اړه وايي:«ټولې لارې تړلې دي او ځینې داسې کسان هم په موټر کې وو چې ناروغان یې لرل خو د لارې د تړل کېدو له امله ونه توانېدل چې خپل ناروغان په وخت روغتون ته ورسوي او ۶ ورځې کېږي هرې خواته چې ځو سړکونه د موټرو په مخ تړلي دي.»

د پُل محمودخان سیمې پلورونکي وايي له ۶ ورځو راهیسې تر فروشګاه پورې د پل محمودخان سړک د حکومت لخوا تړل شوی او هغه کسان چې پر دغه لاره په کار بوخت وو وزګار دي.

سید امیر او بابه جان چې پر دغه سړک هټۍ لري وايي د نوموړې لارې تړل کېدل د دې لامل شوي چې دوی په دې ورځو کې په تاوان سره توکي وپلوري.

پلورونکی سید امیر وايي:«کله چې د پُل محمود خان واټ تړلی وي کار او بار نه‎شته.ټولې هټۍ تړلې دي ځکه چې واټ تړلی وي او څوک هم زموږ هټۍ خوا ته نه راځي.»

همدارنګه یو بل پلورونکی بابه جان هم په دې اړه وویل:«مالیه ورکوو، کله چې دغه سړکونه تړلي وي مالیه په تاوان ورکوو.»

محمدعالم چې ښوونکی دی وايي د موټرو پرمخ د یو شمېر عمومي واټونو تړل کېدل د دې لامل شوي چې نوموړی په ساعتونو پلی مزل وکړي.

هغه زیاته کړه:«کله چې واټونه پرانیستي وو په موټر کې تللو خو په دې څو ورځو کې چې واټونه تړلي دي اړ یوو چې پلي لاړ شو ځکه چې دنده سپېڅلې ده او په موقع باید هلته ورسېږو.»

اعتراض کوونکو له حکومته غوښتي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ګوښه او عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي، خو حکومت دا غوښتنه نه ده منلې.

اوس ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغلې لارې د حکومت او یو شمېر نور سړکونه هم د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوې او خلک په دغو ورځو کې کوڅه په کوڅه او سړک په سړک له یوې سیمې بلې ته په تلو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

اعتراض کوونکو شپږمه خیمه هم ودروله.

اعتراض کوونکو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اعتراض ۶ خیمې درولي دي دوی وايي چې دا کار د دې لپاره کوي چې پر حکومت فشار راوړي ترڅو د هغوی غوښتنې ومني.

شریک یي کړئ